ننګرهار: پر ۶۲۸ تنو کاریګرو غنم ووېشل شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۵:۴۷
ننګرهار: پر ۶۲۸ تنو کاریګرو غنم ووېشل شول


۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د اوبو تنظیم او ضایعاتو مخنیوي، د سړکونو د بیارغونې او خلکو ته دکار زمینه برابرولو په موخه ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کانالونو، ویالې، لښتیویو او کاریزونو پاکولو په پار دکار په بدل کې د غنمو دوېش پروژې له لارې ګڼې پروژې پلي شوي دي.
د چارواکو وپه خبره د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالی په بېلابېلو برخو کې 185 کیلو متره لویې او فرعي ویالو د پاکولو او همداراز ۲۵ کيلومتره سړک دهوارولو  په بدل کې ۶۲۸ تنو کاریګرانو ته خوراکې غنم وویشل شول.
  د یاد ولسوالی د مسؤلینو په وینا چې وخت پر وخت د یادو پروژو څخه څارنه کول ځايي اوسیدونکې د پروژو د تطبیق څخه خوښ دي او د ورته پروژو د پلي کولو غوښتونکي دي.
دوی یاده برنامه ډېره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، چې غریبو خلکوم ته ددې برنامې په پېلېدو سره په کلېو او ولسوالیو کې دکانالونو، کاریزونو، ویالې او لښتیو په پاکولو سره د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت