ننګرهار ته دکرنې وزیر سفر او دهېواد د ځنګلونو په ساتنه او بیارغونه یې ټینګا

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۴۸
ننګرهار ته دکرنې وزیر سفر او دهېواد د ځنګلونو په ساتنه او بیارغونه یې ټینګا

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري، د يوې لوړپوړې پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولايت ته دخپل سفر په ترڅ کې د ختيځو ولايتونو د خلکو او سيمه‌ييزو چارواکو په ګډون يو ستر ولسي غونډه کې برخه واخيسته.
ددې سفر پر مهال دکرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتی سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فيضان، د کورنيو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري، او د کرنې وزارت يو شمېر رييسان او سلاکاران د وزير ملګرتيا کوله.
د غونډې پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: «موږ هڅه کوو چې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره له ټولو موجودو امکاناتو څخه ګټه واخلو».
همدارنګه  دکرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتی سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فيضان، د کورنيو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د ننګرهار والي او مرستيال والي په جلا جلا ويناوو کې د ځنګلونو پر ارزښت او د ګډو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړ، څو د ونو د پرېکولو او د لرګيو د قاچاق مخه ونيول شي او د هېواد طبيعي ځنګلونه بېرته ورغول شي.
په دې غونډه کې د ختيځو ولايتونو يو شمېر علماوو او قومي مخورو د خپلو سيمو د خلکو په استازيتوب د کرنې وزارت د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړ، چې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په موخه پلي کېږي. هغوی غوښتنه وکړه، چې د لرګيو پر ځای د بديلو منابعو لکه ګاز، برېښنا او ډبرو سکرو زمينه برابره شي، څو د خلکو اړتياوې له ځنګلونو څخه ‌پرې شي. دوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د ځنګلي سيمو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره کړي، څو د هغوی ژوند د ځنګلي منابعو له اتکا پرته دوام ومومي.
په پايله کې پرېکړه وشوه، چې د ځنګلونو د اغېزمنې ساتنې لپاره به ځانګړي ځنګل‌ساتونکي او  مامورين په ځنګلي سيمو کې ګومارل کېږي، محلي شوراګانې او ولسي ټولنې به پياوړې کېږي او د ځنګلونو د بيا رغونې بهير به په منظم او دوامدار ډول پر مخ يوړل شي.
افغانستان په تېر کلونو کې د ځنګلونو د پرېکولو او قاچاق له جدي ستونزو سره مخ و. د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ونو د ناقانونه پرېکولو د مخنيوي، دزرغون پوښښ د زياتوالي او د ځنګلونو د بيا رغونې لپاره پراخ پروګرامونه پيل کړي، څو د هېواد طبيعي شتمنۍ وساتل شي او د چاپېريال توازن بېرته ټينګ شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت