ننګرهار:د غنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش لپاره سروې ترسره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۶:۴۶
ننګرهار:د غنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش لپاره سروې ترسره شوه


۱۲ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې (FAO) په مالي لګښت او د اکشن آیډ مؤسسې په تخنیکې همکارۍ د غنمو د کر راتلوونکې فصل لپاره د غنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش په موخه د دې ولایت د حصارک، لعلپوره او ګوشتې په ولسوالیو کې سروې ترسره کړه، چې په هره ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ تنه بزګران سروي شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پاتي اوه ولسوالیو اچین، دره نور، ده بالا، شینوار، شېرزاد، پچیراګام او مومندرې کې هم د غنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش لپاره بزګران سروې او مستحق کروندګر به په ګوته شي.
د غنمو اصلاح شوي تخمونه په دې ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو د ترویج، د بزګرانوملاتړ او په ټوله کې د غنمو د حاصلاتو لوړلو په پار پر بزګرانو وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت