میدان وردګ کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د مسلکي روزنې او بیارغونې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې پر ۳۷۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
دغه مرستې د میدان وردګو دکرنې ریاست، په میدان وردګو کې د ملګرو متلونو دخوړو او کرنې ادارې مسوول، د مسلکي روزنې او بیارغونې مؤسسې مسؤلینو او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پر یادو بزګرانو ووېشل شوې.
له دې مرستې څخه د میدان وردګو ولایت مرکز د میدان ښار ۵۰۰، د مرکزي بهسود ولسوالی ۸۰۰، د سیدآباد ولسوالی ۱۵۰۰ او د چک ولسوالی ۹۰۰ بزګران برخمن شوي دي.
باید وویل شي، چې یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی، په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.