میدان وردګو ولایت کې ۳۳۰۰کورنیو سره مرستې وشوې
۲۹ کب ۱۴۰۲ه.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» له خوا ددې ولایت ۳۳۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسومرستې وشوې.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د میدان وردګو ولایت په درېوو ولسوالیو «جلریز، حصه اول بهسود او مرکزي بهسود» کې ۳۳۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې وشوې، ددې مرستې په لړکې پر هرې کورنۍ څه باندې ۷۸۰۰ افغانۍ وېشل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست وایي، چې ددغو مرستو لړۍ روانه ده او ډېر ژر به ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پر کورنیو یاده مرسته ووېشل شي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب او په ټوله کې د دې ولایت د مالدارۍ سکټور پراختیا او ودې ته زمینه برابرول دي.