لغمان کې په دوه زره بزګرانو د شوتلو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۵:۱۶


۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لغمان  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «AREA» مؤسسې په تخنیکي مرسته ددې ولایت د الینګار ولسوالی په ۲۰۰۰ بزګرانو د شوتلو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې لړۍ کې هر بزګر ته درې کیلو ګرامه د شوتلو اصلاح شوي تخمونه ورکول کېږي.
د لغمان ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دشوتلو اصلاح شوي تخمونه د بېوزله مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا، حیواني محصولاتو زیاتوالی او د مالدارانو د کورنيو خوړو خوندیتوب په موخه وېشلي دي.
باید وویل شي، چې پر یادو مالدارانو تر دې وړاندې د څارویو خوراکي توکي هم وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت