لغمان کې سلګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۳
لغمان کې سلګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوراک او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، ۳۶۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.  
د کرنې ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د میکانیزې مدیر انجینر عین الله او د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې مسؤلینو په ګډه یاده مرسته بزګرانو ته ورکړه. په دې مرسته کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره او ۵۰ کیلو ګرامه توره سره شامل و.  
په دغه پروسه کې، د کرنې ریاست او مؤسسې مسؤلینو بزګرانو ته سپارښتنه وکړه، چې د دې تخمونو کرکېله په عصري او کتاري ډول ترسره کړي، ترڅو په راتلونکي کې غوره حاصلات ترلاسه کړي.  
بزګرانو د یادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او له کرنې ریاست څخه یې د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.  
د یادونې وړه ده، چې د دې پروسې موخه د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول او د کرنې په سکټور کې د پرمختللو میتودونو ترویج دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت