لغمان کې د ځنګلونو وهنې او د قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۶ - ۱۲:۵۴

دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د هدایت پر اساس په دې ولایت کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې چتکې شوي دي.
په همدې موخه د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د علینګار ولسوالی اړوند د سالاب سیمې قومي مشرانو سره د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په پار له نږدې وکتل.
په دې ناسته کې د لغمان دکرنې ریس مولوی محمد ولي محسن وویل: «ځنګلونه یوه ملي شتمني ده، ساتنه او بیارغونه یي د امارت او ولسونو ګډ مسولیت دی».
د لغمان دکرنې رییس یادو قومي مشارنو ته ډآډ ورکړ، چې امارت د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې ته ژمن دی.
په همدې حال کې، قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړه او خپلې ستونزې یې د کرنې رییس سره شریکې کړې.
دوی وویل، چې د کانالونو بیارغونې، د بادامو، پستې، چهارمغزو بڼونو او د اوبولګولو سیسټمونو ایجادولو ته اړتیالري. 
لغمان کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي کمپاین په داسې حال کې پیل شوی دی، چې موده مخکې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د ځنګلونو د غیر قانوني وهنې او لرګیو قاچاق مخنیوي په موخه د یوې پلاوی په مشرۍ یوشمېر ولایتونو ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د یادو ولایتونو د ځنګلونو له بېلابېلو سیمو څخه د لیدنې ترڅنګ له سیمه ییزو چارواکو، د لرګیو سوداګرو، صنعت کارانو او د سیمې له اوسیدونکو سره په کتنه کې د ځنګلونو د وهنې او قاچاق طرحه یې تشریح کړه او د طبیعي ځنګلونو د خوندیتوب په پار خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت