فراه کې یوشمېر حیواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۱
فراه کې یوشمېر حیواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتنې او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت په مرکز کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه او حیواني کلینیکونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې، چې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پېر-پلور څخه ډډه وکړي، د درملتونونو ، کلینیکونو او وترنریو پاکوالي ته پاملرنه و او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونه نوي کړي.
همدارنګه يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
ددې پروسې موخه داده ترڅو فراه کې دغه ډول مراکز معیاري او په ټولو شرایطو برابر شي، ترڅو بزګرو او مالدارو ته معیاري او مسلکي خدمات وړاندې شي او د راتلونکو احتمالي خطراتو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي محمد فاروق امرخېل او د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

بازگشت