زابل کې پر څه باندې څلور زره کورنیو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل کېږي
٣٠ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
٨ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
دزابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د "او،اچ،ډبلیو" مؤسسې تخنیکي همکارۍ د زابل مرکز کلات ترڅنګ ددې ولایت د ٧ ولسوالیو څلور زره او ١١٦ کروندګرو سره د بېلابېلو توکو د مرستې تر څنګ د زده کړو لړۍ پیل کړی دي.
د یادو مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته د سبو تخمونه چې په ترکیب کې یې، د بنډۍ، پیاز ، رومي بانجان ، ګازرې، کرم، ګوبي تخمونه او همدارنګه یو عدد بیلچه، د اوبو جیک، د اوبو اب دان، ښاخی، کجبیله او د اوبو ډبه شامل دي وېشل کېږي.
نوموړو کورنیو ته همدارنګه د سبو د ښې روزنې په برخه کې زده کړې هم ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، مېرمنو ته په کور دننه د کار زمینه برابرول، په دې ولایت کې د کورنیو باغچو دودول او په ټوله کې د کورنیو خوړو خوندیتوب تامينول دي.