د کندهار ډنډ کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه
۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې چارې کړندي شوي دي.
د دوی په خبره په دې برخه کې د هلو ځلو په ترڅ کې د کندهار ولایت د ډنډ په ولسوالی کی د ۱۰۰ جریبه دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوی دی.
دکندهار دکرنې ریاست وایي، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لومړیتوبونو څخه دی، چې ټولې غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.