د کندهار پنځو ولسوالیو کې پر څه باندې دوه زره بزګرانو د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۷
د کندهار پنځو ولسوالیو کې پر څه باندې دوه زره بزګرانو د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ، د کندهار مهاجرینو مؤسسې «کې.آر.او» په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني لاندې د کندهار په پنځو ولسوالیو کې ۲ زره ۹۶ بزګرانو ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ووېشل شوه.
ددې مرستې په ترڅ کې ۳۵۹ تنه د معروف ولسوالی، ۲۳۷ تنه د ارغستان ولسوالی، ۵۰۰ تنه د لوړ میوند ولسوالی، ۵۰۰ تنه د نېش ولسوالی او ۵۰۰ تنه لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ بیوزله او اړمن بزګرانو شامل دي. چې د یادې مرستي د روڼتیا، عادلانه وېش او وړ بزګرانو د انتخاب لپاره یو کډه کمیټه هم جوړه شوې وه. چې تر نوم لیکني وروسته اوس مهال ورته چمتو شوي مرسته ووېشل شوه. 
د مرستي څخه برخمن شویو بزګرانو ته د غنمو تخم وړاندې د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې کاروني، اوبو لګولو، نوي میتودونو، په کتاري ډول د غنمو کرنې او ورته نورو برخو کې روزنه ورکول شوې ده.
د یادې مرستې څخه موخه په کندهار کې اصلاح شویو تخمونو ته وده او پراختیا ورکول، د اړمنو او بېوزلو کورنیو لپاره د نوي اصلاح شوي ورایټۍ چمتو کول، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، له کمې ځمکې څخه زیات حاصل ترلاسه کول او ترڅنګ یې د هغوی اقتصاد ته وده پراختیا ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې دوې اوونې وړاندې د کرنې ریاست په هڅو او د اورپایي ټولني په مالي ملاتړ د کندهار په درو ولسوالیو کې هم ۷۶۳ تنه بزګرانو ته ورته مرسته د ننداریزو کرنې په موخه وېشل شوې وه، چې بزګران به یې په روان فصل کې په کتاري ډول کرنه ترسره کړي.


توزیع تخم اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی برای بیش از دو هزار تن دهاقین در پنج ولسوالی کندهار
۴ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار اعلام کرد که با تلاش این ریاست و به حمایت مالی اتحادیه اروپا، به همکاری تخنیکی مؤسسه مهاجرین کندهار «KRO» و زیر نظارت مسؤلان ولسوالی‌های مربوطه، برای ۲ هزار و ۹۶ تن دهاقین مستحق در پنج ولسوالی کندهار تخم اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی توزیع گردید.
بر اساس معلومات ریاست زراعت کندهار، در این مرحله برای هر دهاقین ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید توزیع شده است. مستفیدین شامل ۳۵۹ تن از ولسوالی معروف، ۲۳۷ تن از ارغستان، ۵۰۰ تن از ولسوالی میوند، ۵۰۰ تن از ولسوالی نیش و ۵۰۰ تن از ولسوالی شاولی‌کوټ می‌باشند.
به منظور شفافیت، عدالت در توزیع و انتخاب افراد واجد شرایط، یک کمیته مشترک تشکیل شده بود که پس از تکمیل روند ثبت‌نام، توزیع کمک‌ها را نهایی کرد. پیش از توزیع، برای دهاقین در مورد نحوه کشت گندم، استفاده از کودهای کیمیاوی، آبیاری، روش‌های نوین زراعتی و مزایای کشت کتری مشوره‌ها و آموزش لازم ارائه شد.
هدف از این کمک‌ها توسعه تخم‌های اصلاح‌شده، حمایت اقتصادی از خانواده‌های بی‌بضاعت، افزایش تولید از قطعات کوچک زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین در کندهار عنوان شده است.
گفتنی است که دو هفته پیش نیز با تلاش ریاست زراعت و حمایت مالی اتحادیه اروپا، برای ۷۶۳ تن دهاقین در سه ولسوالی دیگر کندهار کمک‌های مشابه با هدف ترویج کشت نمایشی و کتری توزیع شده بود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو د ۱۶۰ څخه ډېرو فارمونو فعالیت؛ سږکال ۳۵ ټنه شات تولید شوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو او مچيو پالونکي وایي، چې په دغه ولایت کې له ۱۶۰ څخه ډېر د شاتو مچيو فارمونه فعالیت لري او د روان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت؛ په هډې فارم کې ۵۰۰ جریبه د مالټې نوې بڼونه حاصل ته رسېدلي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند د هډې فارم په عبدالخېلو بلاک کې د ۵۰۰ جریبو په کچه د نوو مالټو بڼونو حاصل اخیستل پیل شوي، چې له ډېرې مودې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۸
Background image

کندهار کې د درې چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

بازگشت