د کندهار نېش ولسوالی کې سلګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۵:۲۵
د کندهار نېش ولسوالی کې سلګونه بزګران وروزل شول

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش ولسوالی دوه زره او ۳۰۰ بزګرانو ته څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکول کېږي.
د دې روزنې موخه د بزګرانو د کرنې کیفیت لوړول، د پرمختللو میتودونو څخه ګټه اخیستل، له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول، د کښت حاصلاتو زیاتول، د کیمیاوي سرو مناسب استعمال، او د آفتونو او ناروغیو په وړاندې مبارزه کول ښودل شوي دي.
یاده دې وي، چې دغو روزل شویو بزګرانو ته یوه اوونۍ مخکې د اصلاح شویو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشل شوې وې، ترڅو د روان کال لپاره کرنه په اغېزمنه توګه ترسره کړي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د کندهار د غورک، معروف او ژړۍ ولسوالیو کې هم نږدې اووه زره بزګرانو ته د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې مناسب استعمال او دې ته ورته برخو کې روزنه ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت