د کندهار شورابک کې د اوبولګولو د پروژو چارې پیل شوې
۲۴ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دکندهاردکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د شورابک په ولسوالی کې د یوې ویالې د پاک کارۍ چارې چې ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او دغه راز د دوو استنادي دېوالونو او لسو چکډمونو رغنیزې چارې پیل کړي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو پروژو په پلي کېډو سره لسګونو کسانو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابره شوې، چې موخه یې د سېلابونو مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او د اوبو مدیریت دی.
په همدې حال کې د یادې مؤسسې له خوا ددې ولسوالی ۵۰۰ بزګرانو سره د سبو داصلاح شویو تخمونو مرسته هم شوې ده، چې په کې د ګازرې، کرم، بادرنګ، رومي بانجان، بنډۍ او ګلپي تخمونه شامل دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولسوالی کرنیزو محصولاتو زیاتوالی ته زمینه برابرول دي.