د کندهار تخته پُل د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکدېم د جوړېډو چارې بشپړې شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳
د کندهار تخته پُل د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکدېم د جوړېډو چارې بشپړې شوې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د تخته پُل ولسوالی د اکاخېل په سیمه کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړېډو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد چکډېم د اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې له لارې د تخته پُل ولسوالی د اکاخېل په سیمه کې جوړ شوی دی.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي زیاته کړې، چې یاد چکډیم ۱۰۴ متره اوږدوالی او ۵.۵ متره لوړوالی لري، چې د زرګونه متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او چارې یې د څو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د تخته پُل ولسوالی سیمه ییزو چارواکو د یاد چکډېم په جوړولو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په دې سره به د سیمې اوسېدونکو ته د اوبو، کرنې او نورو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته او په راتلونکي کې د ورته نورو پروژو د پلې کېدو ډاډ ورکړ.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد چکډېم په جوړېدو خوښي ښودلې او وایي، چې د دغه چکډيم په جوړېدو سره به د کارېزونو اوبه زیاتې او د کرنې په برخه کې ورته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي
د یادونې وړ ده، چې د روان کال په اوږدو کې، تر دې دمه، د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو ۱۱ چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۵۴
Background image

کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د تشخیص په موخه معیاري لابراټوار پرانیستل شو

۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کتنې معیاري لابراټور پرانیستل شو، چې په دې توګه به بهر ته د مېوو او نورو کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۱۷
Background image

کونړ کې بېوزلو کورنیو ته وزې، د څارویو خوراکه او درمل ووېشل شوه

۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي په مالي ملاتړ او د شپول مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د وټپور،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۷
Background image

لغمان کې د کرنې اومالدارۍ سکټور متشبثینو او بزګرانو ته اسلامي مالي چوپړتیاوې وړاندې کېږي

 ۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد د کرنیزې پرمختیا صندوق «اې،ډي،اف» له رییس انجنیر عبدالغفور غفاري سره د خپل. . .

بازگشت