د کندز امام صاحب کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۲:۳۶
د کندز امام صاحب کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د «او.آر.ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د امام صاحب ولسوالی پر ۹۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمواصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
دغه مرستې دکندز دکرنې ریاست، په کندز کې د ملګرو متلونو دخوړو او کرنې ادارې مسوول،  «او.آرډي» مؤسسې مسؤلینو، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پر یادو بزګرانو ووېشل شوې.
باید وویل شي، چې یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی، په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۴
Background image

دهلمند ولایت د عشر چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښوونه، د مرکز لښکرګاه او د ولایت د ۱۸ ولسوالیو د عشر چارواکو سره د همغږۍ، انسجام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رییس د «هلټو» مؤسسې له چارواکو سره لیدنه وشوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د «هلټو» مؤسسې له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مشرتابه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره د باکیفیته کرنیزو تخمونو د تولید په اړه ناسته وکړه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» رییس. . .

بازگشت