د کرنې په وزارت کې د ژوند بڼو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۶:۰
د کرنې په وزارت کې د ژوند بڼو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

۱ غبرګولی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په ګډه، د مې ۲۲ مه د « موږ د طبیعت د حل لارې یوه برخه یو» تر شعار لاندې، د ژوند بڼو انځوریز نندارتون او د بشر په ژوند کې د حیات ونډې په پار د ګردي میز په لاره اچولو سره د لسګونو دولتي چارواکو، د پوهنتون استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د ژوند بڼو نړیواله ورځ ونمانځل.
د یادو مراسمو په پیل کې د کرنې وزارت سرپرست او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو رمستیال حشمت الله غفوري، د حیات تنوع د ژوند د تداوم تر ټولو لوی لامل یاد کړ. ښاغلی غفوري وویل: «تر ټولو ساده تعریف کې د حیات تنوع، پر ځمکه د ژوند بېلابېل سطوح دي، چې له درې لویو اجزاوو؛ جنیټیکي تنوع، ګونه یي تنوع او اکوسیسټمونو تنوع څخه جوړ شوي دي. ډول ډول ګیاوې، حیوانات، مایکروارګانیزمونه او په دوی کې نسلي بېل والي، دغه راز د اکوسیسټمونو په سطحه ډول ډول تفاوتونه لکه، ځنګلونه، څړځایونه، دښتې، غرونه، سیندونه او نورې سیمې ټول په ځمکه کې د ژوند دبڼو برخې دي، چې د اکوسیسټمونو او د بشر په ورځني ژوند کې د انډول د ساتلو په برخه کې ځانګړې ارزښت او اهمیت لري.»
د کرنې وزارت سرپرست وویل، چې په ځمکه کې د ژوند هره بڼه ځانګړې ونډه لري او د هر یوه له منځه وړل، په نورو بڼونو کې د پراخو بدلونونو لامل کېږي.
حشمت الله غفوري وویل، چې د افغانستان دولت په وروستیو کلونو کې د ژوند بڼو د ساتنې په برخه کې ډېرې هلې ځلې کړي دي، چې دا هلې ځلې په بېلابېلو برخو کې تر سره شوي دي.
ښاغلی غفوري وویل: «د هېواد په کچه په وروستیو کلونوکې د دژوند بڼو د ښه والي او ساتنې په پارد پام وړ فعالیتونه تر سره شوي دي، چې د بېلګې په توګه د طبیعي سرچینو د قوانینو، اسټراټیژیو او پالیسیو تدوین او تسوید، د هېواد د نباتي او ځنګلي پوښښ وده، چې د هېواد ځنګلونه اوس د هېوا درې سلنې په مساحت سره، یعني زموږ وضعیت له کورنیو جنګونو مخکې وضعیت ته ګرځېدلې ده، د نږدې ۵۰۰ زره هکټاره څړځایونو مدیریت او تنظیم او د زرګونو هکټآره طبي نباتاتو مدیریت او د هېواد په کچه د خوندي شویو او اوکولوژیکي سیمو د ۴.۵ سلنې مساحت مدیریت او د په کروندو په کچه له بزګرو سره د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس ښه کول دي.»
حشمت الله غفوري دغه راز وویل، سربېر په دې چې د ژوند بڼو د خودیتوب په برخه کې پراخ فعالیتونه ترسره شوي دي، خو بیاهم په افغانستان کې لسګونه ډوله بومي وحشي ژوي د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. هغه وویل، چې دې برخې ته باید جدي پاملرنه ووشي.
دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس محمدرفیع قاضي زاده، ټولو نسلونو لپاره د حیات تنوع یو مهم ملي او نړیواله پانګه وباله او ویې ویل، چې د ژوند بڼو اهمیت او ارزښتونو باندې پوهېدل د ټولو سکټورونو د وضعیت د ښه کولو په برخه کې مرسته کوي.
ښاغلی قاضي زاده وویل، چې د حیات تنوع اوسمهال په «ترټولو بدحالت» کې ده، او زرګونه حیاتي ډولونه د له منځه تلو په حال کې دي. د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس وایي: «دا ارزښتناکه ورځ په داسې حال کې نمانځو چې د بشر د تاریخ په اوږدو کې، د حیات تنوع په تر ټولو بدحالت کې ده.
سربېره په دې، چې د حیات تنوع زموږ په ورځني ژوند کې ډېر اهمیت لري، زموږ انسانانو له خوا ډېر ګواښونه ورته متوجه دي، او د نړۍ په کچه زرګونه حیاتي ډولونه له ګواښ سره مخ دي او له دې وضعیت څخه افغانستان هم مستثنا نه دی.»
محمدرفیع قاضي زاده وویل، د حیات تنوع د له منځه تلو ستونزه هغه وخت هوارېږي، چې ټول خلک د حل لارې یوه برخه وي. د هغه په خبره، په همدې موخه د ژوند بڼو د نړیوالې ورځې د نمانځنې سږني شعار هم «موږ د حل لارې یوه برخه یو» ټاکل شوې ده.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس وویل، وړاندوینې ښيي، چې تر ۲۰۵۰ سېږدیز کال پورې د افغانستان د تودیخې درجه ۱.۴ سانټي ګراډه لوړېږي، چې دا چاره د حیات تنوع ته لا زیات زیان رسولی شي. هغه دغه راز وویل، چې د دوی ادره په پام کې لي، چې د حیات تنوع د ښه والي او ساتنې په پار پنځه کلنه اسټراټیژۍ جوړ کړي.
په همدې حال کې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي وویل، چې د حیات تنوع او چاپېریال ساتنه په یو نړیوال بحث بدل شوې ده. ښاغلی صدیقي دې ته په ټینګاسره، چې د ژوند تداوم د حیات تنوع او ساتنې پورې تړې ده وویل: «موږ د ژوند بڼونو د تخریب په حال کې یو، هغوی زموږ د انساني، صنعتي او اقتصادي فعالیتونو له وجې په امن کې نه دي، استوګنځي یې د له منځه تلو په حال کې دي.»
عزت الله صدیقي وایي، چې دنړۍ د جغرافیې د یوې وړې برخې په توګه یوازې افغانستان شپږ تر اووه ډوله اقلیمي شرایط او ۷-۶ ډوله اکوسیسټم لري. هغه د حیات تنوع په برخه کې پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ټول بنسټونه مسوولیت لري، چې د ژوند بڼو استوګنځي باندې ارزونه او مطالعه وکړي.
په همدې حال کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مرستیال محدقاسم حیدري، وایي، چې له ۲۰۰۵ ام کال را په دې خوا د اقلیم ښه والي او د حیات تنوع ساتنې په پار ډېر قوانین او پالیسۍ طرحه او تدوین شوي دي، خو دا سندونه تطبیق او پلي کېدو ته اړتیا لري.
ښاغلي حیدري وویل، چې د چاپېریال ساتنې او حیات تنوع په برخه کې ټول بنسټونه او هېوادوال مسوولیت لري او په دې برخه کې باید فرهنګ جوړونه ووشي.
د ژوند بڼو د نړیوالې ورځې د نمانځنې ترڅنګ د «تحریک هنر» هنري او فرهنګي موسسې له خوا د ژوند بڼو انځوریز نندارتون هم په لاره واچول شوه. په دې نندارتون کې د ژوند بڼو له بېلابېلو برخو لسګونه هنري اثر نندارې ته وړاندې شوې ول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۶:۱۷
Background image

د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول شو

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د ننګرهار کامه کې مېرمنو ته د شاتو د مچیو صندوقونه وېشل شوي

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایې ټولني په مالي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د ریشخور لبنیاتو فابریکې پر فعالولو د مالي او اداري مرستیال ټینګار

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کابل ولایت د ریشخور په سیمه کې د لبنیاتو د پروسس له. . .

بازگشت