د کرنې وزارت په اداري غونډه کې د پروژو د چارو د پرمختګ ارزونه

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۹:۵۵
د کرنې وزارت په اداري غونډه کې د پروژو د چارو د پرمختګ ارزونه

۲۰ وږی ۱۳۹۸
په نننۍ اداري غونډه کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په مشرۍ په لاره اچول شوې وه د روان کال او راتلونکې کال پروژې، د روان مالي کال د پروژو د پلي کېدو د پرمختګ لړۍ، او د پراختیایي بودیجې لګول وارزول شول.
په خلاصه توګه، د ۱۳۹۸ یم کال د پروژو د پرمختګ ارزونه، د روان کال د پراختیایي بودیجي لګول، د ۱۳۹۹ یم کال وړاندیز شوې پروژې او نوی پروژې ددې غونډې مهمې خبرې وې. ښاغلی درانی ددې غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د برخمن شویو کسانو پر ژوند د اقتصادي اغېزمنتیا په پار د کیفیت په ساتلو سره د پلي کېدونکو پروژو چارې دې ګړندۍ شي.
ښاغلي درانی وویل، چې د پراختیایي بودیجې لګول د بزګرانو او له کرنیزو چوپړونو څخه د برخمن شویو کسانو پر ژوند باید مطلوب اغېزې ولري. د کرنې وزارت اداري غونډه د وزارت مرستیالانو، د مرکزي ادارو رییسانو او د پروژو د رییسانو په شتون کې په لاره اچول شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

خوست کې ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته شنې خونې او د کورنیو باغچو توکي ووېشل شول

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د مرکز اړوند د لکڼ، شمل او متون واحدونو په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ مستحقو بزګرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

خوست کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د علېشیرو او تریزیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی یوشمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۵۰
Background image

پکتیکا ولایت کې ۴۷ بزګرانو ته د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې د کرنې او مالدارۍ ټیم د کرنیزو چارو مسؤلینو له لوري. . .

بازگشت