د کرنې وزارت مشرتابه د افغانستان دکرنې او مالدارۍ خونې غړو سره غونډه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۳:۲۰
د کرنې وزارت مشرتابه د افغانستان دکرنې او مالدارۍ خونې غړو سره غونډه وکړه

۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ مُحرَّمُ الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، او د مالي او اداري چارو مرستیال ملا آغاجان حاجي سالم په شتون کې د کرنې او مالدارۍ خونې د مشرتابه له غړو سره ځانګړې غونډه دکرنې په وزارت کې دایره شوه.
د غونډې په پیل کې د کرنې وزیر د کرنې او مالدارۍ خونې له هڅو مننه وکړه او ویې ویل: «موږ ګډ مسؤولیت لرو چې دا ټپي شوی هېواد او ځورېدلي ولس د ځان بسیاینې او سوکالۍ په لور رهبري کړو. د دې لپاره اړینه ده چې حکومتي مسؤولین، خصوصي سکتور او سوداګر یو له بل سره همکاري ولري.»
ورپسې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني هم د وزارت پر فعالیتونو، او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پر صادراتو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «له بندیزونو او مالي ستونو سره  بیا هم اسلامي امارت توانېدلی چې په دې برخه کې اغېزناک کارونه ترسره کړي.»
د غونډې په ترڅ کې پر ګڼو مهمو موضوعاتو مفصل بحث وشو، چې په کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو تعرفې، د انتقال او ګمرکاتو په برخه کې اسانتیاوې، صادرات، فوموګېشن، د سړو خونو او چکډېمونو جوړول، د اوبو مدیریت، د مالدارۍ او بڼوالۍ پراختیا، د حیواني درملو او د لوړ کیفیت نباتي سرو برابرول، د آفتونو او ناروغیو کنټرول، لابراتوارونو ته تجهیز او په مرکز او ولایتونو کې د کرنیزو خدمتونو ښه‌والی شامل وو.
د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن، د بڼوالو استازی حاجي نورسعید، د مالدارانو استازی حاجي فرید، او حاجي میرویس حاجي‌زاده د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، د بزګرانو او مالدارانو ستونزې بیان کړې او د کرنې وزارت له همکاريو او هڅو څخه د سهولتونو رامنځته کولو په برخه کې مننه وکړه.


نشست رهبری وزارت زراعت با اعضای اتاق زراعت و مالداری افغانستان
۴ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
نشستی با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و ملا آغاجان حاجی‌سالم معین مالی و اداری وزارت زراعت با اعضای هیئت رهبری اتاق زراعت و مالداری افغانستان در مقر این وزارت برگزار شد.
در آغاز این نشست، وزیر زراعت با قدردانی از تلاش‌های اتاق زراعت و مالداری گفت: «مسؤولیت مشترک داریم تا این وطن زخم‌خورده و مردم درد‌دیده را به سوی خودکفایی و آبادانی رهنمون کنیم. در این راستا نیاز است که مسؤولان حکومتی، سکتور خصوصی و تاجران باهم همکاری داشته باشند.»
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری نیز در سخنان خود به فعالیت‌های وزارت و صادرات محصولات زراعتی و مالداری اشاره کرده و افزود: «با وجود تحریم‌ها و مشکلات مالی، امارت اسلامی توانسته کارهای مؤثری در این بخش انجام دهد».
در ادامه، روی موضوعاتی چون تعرفه محصولات زراعتی و مالداری، تسهیلات در انتقال و گمرکات، صادرات، فوموگیشن، اعمار سردخانه‌ها و چکدم‌ها، مدیریت آب، انکشاف مالداری و باغداری، تهیه دواهای حیوانی و کودهای باکیفیت نباتی، کنترول آفات و امراض، تجهیز لابراتوارها و بهبود خدمات زراعتی در مرکز و ولایات بحث شد.
خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری، حاجی نورسعید نماینده باغداران، حاجی فرید نماینده مالداران و حاجی میرویس حاجی‌زاده معاون اتاق زراعت و مالداری، ضمن بیان بخشی از مشکلات دهقانان و مالداران، از همکاری‌ها و تلاش‌های وزارت زراعت برای ایجاد سهولت‌ها قدردانی کردند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت