د کرنې وزارت د بشري پروژو د تطبیق په اړه  تخنیکي غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۲:۱۲
د کرنې وزارت د بشري پروژو د تطبیق په اړه  تخنیکي غونډه

۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د پلان ریاست په تالار کې د پلان او پروګرامونو لوی ريیس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، د کرنې وزارت سلاکارانو او مسلکي کارمندانو او د همکارو مووسسو استازو په شتون کې، تخنیکي غونډه ترسره شوه.  
په دې ناسته کې، د بشري پروژو د تطبیق په اړه چې په تېرو دوو څخه تر درې کلونو کې تطبیق شوي، بحث او څېړنه وشوه.  
د غونډې په دوام، آی آر سي نړۍوالې مووسسې، د څو نورو مووسسو په همکارۍ یو پریزنټیشن وړاندې کړ، چې پکې د بلخ، غزني، میدان وردګو، کندهار، بادغیس، پکتیا، هرات او زابل ولایتونو پروژې شاملې وې. دا پروژې به د شنو خونو، چکډیمونو، په غونډیو کې د وړو کندو (چقرکو) کېندلو، د کانالونو پاکولو، د غلو او سبزیجاتو د تخمونو وېش او د بزګرانو روزنې په برخو کې تر ۲۰۲۶ کال پورې د ۱۸ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت پلې شي.

برگزاری جلسه تخنیکی وزارت زراعت پیرامون تطبیق پروژه‌های بشر دوستانه
۳ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه تخنیکی تحت رهبری مولوی عبدالغفور رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌ها، با حضور مشاورین و کارمندان مسلکی وزارت زراعت و نمایندگان موسسات همکار، در تالار ریاست عمومی پلان وزارت زراعت برگزار شد. 
در این نشست، در مورد تطبیق پروژه‌های بشر دوستانه که طی دو الی سه سال گذشته به اجرا درآمده، بحث و بررسی صورت گرفت.
در ادامه، موسسه بین‌المللی آی آر سی (IRC) به همکاری چند موسسه دیگر، پرزنتیشنی را ارائه دادند که شامل پروژه‌هایی در ولایات بلخ، غزنی، میدان وردگ، کندهار، بادغیس، پکتیا، هرات و زابل می‌باشد. این پروژه‌ها در بخش‌هایی چون ساخت سبزه‌خانه‌ها، چکدم‌ها، چوقرک‌ها در تپه‌ها، پاک‌کاری کانال‌ها، توزیع تخم بذری و سبزیجات و آموزش دهقانان تا سال ۲۰۲۶ به ارزش ۱۸ میلیون دلار آمریکایی تطبیق خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت