د کرنې او مالدارۍ مرستیال نړیوالې لوږې سره د مبارزې ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۱:۳۲
د کرنې او مالدارۍ مرستیال نړیوالې لوږې سره د مبارزې ادارې له چارواکو سره وکتل

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په افغانستان کې نړیوالۍ لوږې سره د مبارزې مؤسسې له چاراکو سره په کتنه کې د یادې مؤسسې د پروژو پر پلي کولو خبرې اترې وکړې.
د (ویلتھ هنگر هیلف) یا د خوړو د خوندیتوب او تغذیې له کړکیچ سره د مبارزې د بیړنیو مرستو پروژه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویلیږي، چې په کابل، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې فعالیت کوي.
د دې پروژې موخه د زیان منونکو ټولنو مهمې او سختې اړتیاوې پوره کول او د یخنۍ او بیکارۍ په وخت کې خلکو لپاره د خوړو خوندیتوب چمتو کول دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې پروژې په بنسټیز تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل: «زموږ موخه همکارو بنسټونو لپاره اسانتیا رامنځته کول دي او دغه مؤسسه باید د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې بودیجه په شفافه او مؤثره توګه پلي کړي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ملي او نړیوالو بنسټونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره هڅه کوي، چې د کرنې وزارت له لومړیتوبونو سره سم داسې پروژې پلي کړي، چې د خلکو په ګټه تمامې شي.

معین زراعت و مالداری با مسوولان موسسه کمک به گرسنگی جهانی دیدار کرد
۲۳ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با شماری از مسوولان موسسه کمک به گرسنگی جهانی در افغانستان دیدار روی تطبیق پروژه‌های آن  بحث و گفتگو نمود.
پروژه (Welth Hunger Helf) یا مساعدات اضطراری به بحران مصونیت غذایی و تغذیه از سوی وزارت خارجه آلمان تمویل می‌گردد که در ولایات کابل، بلخ، سمنگان و جوزجان فعالیت دارد.
هدف از این پروژه رفع نیازمندی‌های مهم و مهیب جوامع آسیب پذیر و ایجاد مصونیت غذایی برای این افراد در موقع سرما و بیکاری عنوان شده است.
معین زراعت و مالداری بر تطبیق پروژه به طور بنیادی تاکید کرده گفت:" هدف ما ایجاد سهولت برای موسسات همکار است و این موسسه بودیجه که به مردم افغانستان اختصاص داده شده است باید به گونه شفاف و موثر تطبیق نمایند."
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با ایجاد سهولت برای موسسات ملی و بین‌المللی در پی تطبیق پروژه‌های مطابق اولویت‌های وزارت زراعت که مفید برای مردم واقع شود می‌باشد

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۵۲
Background image

کندهار کې د زرغون انقلاب په نړۍوال کنفرانس کې د کرنې وزارت د کارپوهانو ګډون

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت متخصصینو، محمد روکی او عبدالغفار صدیقي، د کندهار په ولایت کې د نړۍوال زرغون انقلاب په کنفرانس کې، خپلې څېړنیزې مقالې د ملي او نړۍوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۴۹
Background image

پکتیکا کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت هغو بزګرانو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه، چې د دې ولایت دکرنې ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې دوی ته شنې خونې جوړېږي.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۲۴
Background image

دمخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په پار غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ او د مخابراتو وزارت، د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا)، د مالیې وزارت او د کرنې. . .

بازگشت