د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "مېشن ایسټ" پروژې له رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۶:۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "مېشن ایسټ" پروژې له رییس سره وکتل

٢۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د (مېشن ایسټ)  پروژې له عمومي رییس مارټین مالو سره وکتل او پر یوشمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د دغې پروژې له رییس سره په کتنه کې وویل: «موږ له تاسو سره په هر اړخیزه توګه همکاري کوو، خو د پروژې په پلي کولو او کار  کې شفافیت غواړو.»
عثماني زياته کړه: «ډېری پروژې د خپلو اداري لګښتونو لپاره ډېره بودجه ځانګړې کوي، خو موږ غواړو چې د بسپنه ورکوونکو له خوا مرسته شوې پيسې بزګرانو او مالدارانو ته ورسېږي.»
د مېشن ایسټ پروژه یوه له هغو پروژو څخه د،ه چې یو ملیون ډالره بودجه لري او په تخار او بدخشان ولایتونو کې پلې کېږي، دغه پروژه د کرنې، اوبولګولو، بیړنیو چارو او روغتیا په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي.

معین زراعت و مالداری با رییس پروژه "میشن ایست" دیدار کرد
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با مارتن مالو (Marten Mallow) رییس عمومی پروژه میشن ایست (Mission East)  دیدار و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این دیدار با رییس این پروژه گفت: ما در هرقسمت با شما همکاری می‌کنیم اما شفافیت در کار و تطبیق پروژه می‌خواهیم.»
عثمانی علاوه کرد: اکثریت پروژه بودیجه زیادی را در مصارف اداری خود اختصاص می‌دهد اما ما می‌خواهیم که این پولی را که دونرها کمک می‌کند به دهاقین و مالداران برسد.
پروژه میشن ایست (Mission East)  یکی از پروژه‌های است که یک میلیون دالر بودیجه داشته و در ولایات تخار و بدخشان تطبیق می‌شود این پروژه در بخش‌های مختلف زراعت، آبیاری، ایمرجنسی و صحت فعالیت دارد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت