د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې له رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۹:۳۱
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې له رییس سره وکتل

۱۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې یا ټیکا له رییس فاضل اکین اردوغان سره وکتل.
په دې کتنه کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې چارواکو اعلان وکړ چې هېواد یې چمتو دی د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کښت، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي. دغه راز په دې غونډه کې د جغرافیایي معلوماتو د سیسټمونو او ترڅنګ یې له لرې واټن څخه د کرنیزو ځمکو د څار او امکان سنجولو او دکرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو د کارپوهانو د تجربې شریکولو په هکله خبرې اترې وشوې.
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ټیکا د فعالیتونو ستاینه وکړه او په افغانستان کې یې د ترکیې هېواد د لا زیاتو پروګرامونو د تطبیق غوښتنه وکړه.

دیدار معین زراعت و مالداری با رییس آژانس همکاری و هماهنگی ترکیه
۱۴ سنبله ۱۴۰۳ هـ. ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با فاضل آکین اردوغان رییس آژانس همکاری و هماهنگی ترکیه یا تیکا دیدار کرد.
در این مسوولان آژانس همکاری و هماهنگی کشور ترکیه از آماده‌گی آن کشور در بخش  فراهم سازی دورهای آموزشی در بخش‌های کشت سبزیجات، آبیاری، کود دهی و  قرنطین محصولات زراعتی برای دهاقین افغانستان نیز اعلام آماده گی کرده همچنان از برگزاری برنامه‌های آموزشی در بخش سیستم‌های معلومات جغرافیای و سنجش از راه دور و تعقیب زمین‌های زراعتی و شریک سازی تجارب علمی در بخش زراعت میان متخصصین دو کشور نیز سخن زدند.
در همین حال معین زراعت و مالداری از کارکردهای موسسه تیکا در بخش‌های مختلف در افغانستان فعالیت می‌کند ستایش کرد و خواستار عملی سازی برنامه های بیشتر کشور ترکیه در افغانستان شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت