د کرنې او مالدارۍ مرستیال د آغا خان بنسټ د اقتصادي پراختیا له رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۹:۴۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د آغا خان بنسټ د اقتصادي پراختیا له رییس سره وکتل

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د آغاخان بنسټ د اقتصادي پراختیا د برخې له رییس هاشم هشاف سره وکتل او د کرنیزو پروژو د پلي کولو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دوی د سویابین، ممپلۍ او نخودو په برخه کې د کرنیزو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې او د آغاخان بنسټ استازی په افغانستان کې د یاد درې ډوله ارزښتناکو بوټو دکرکیلي دودولو په پار د یاد بنسټ د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د دغه بنسټ له پروژو څخه د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: «اړتیا ده چې د دغو پروژو د فعالیتونو پلانونه شریک او د کرنیز څېړنې انسټیټوټ له کارپوهانو سره په غونډه کې پر عملي کړنو خبرې اترې ووشي.»
 د اغاخان بنسټ یو له هغو بنسټونو څخه دی، چې اړمنو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې فعالیت کوي او یاد بنسټ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هم ګڼې پروژې پلې کړي دي.

دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس توسعه اقتصادی بنیاد آغاخان
۲۴ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با هاشم هشاف رئیس بخش توسعه اقتصادی بنیاد آغاخان دیدار و در مورد راه‌اندازی پروژه‌های زراعتی صحبت نمود.
در این دیدار روی راه‌اندازی پروژه‌های زراعتی در بخش سویابین، ممپلی و نخود صحبت گردید و نماینده بنیاد آغاخان از  آمادهگی بیناد متذکره جهت کار روی این سه نوع نبات با ارزش در افغانستان سخن زد.
 مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری به جانب مقابل اطمینان همکاری و حمایت از پروژه‌های این بنیاد  را سپرده افزود " نیاز است پلان‌های فعالیت این پروژه شریک شود و با متخصصان انستیتوت تحقیقات زراعتی نشسته و روی کارهای عملی صحبت نمایند".
بیناد آغاخان از موسسات فعالیت در بخش اراییه کمک‌های بشری برای نیازمندان می باشد که پروژهای زیادی را در بخش زراعت و مالداری نیز تطبیق کرده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت