د کانال شرکت په ۲۲۰۰ جریبه ځمکه کې اصلاح شوي غنم کرل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
د کانال شرکت په ۲۲۰۰ جریبه ځمکه کې اصلاح شوي غنم کرل شوي

۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند په څلور ګونو فارمونو کې په نږدې ۲۲۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي دي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د هډې فارم د غنمو له کروندو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې یوازې د هډې فارم په ۵۷۴ جریبه ځمکه کې  د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوی دي هغه زیاته کړه: «د کانال شرکت د څلورګونو فارمونو په نږدې دوه زره او ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي، چې د غنمو د حاصلاتو په زیاتوالي کې به رغنده رول ولوبوي.»
اصلاح شوي تخمونه د سیمه ییزو او غیر اصلاح شویو تخمونو په پرتله څو سلنه لوړ حاصلات ورکوي چې تر څنګ یې د نباتي ناروغیو په مقابل کې هم زیات مقاومت لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت