د ځمکې تخریب مخنیوي ملی پروژې په پار د کرنې وزارت تخنیکي غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۹ - ۱۱:۵
د ځمکې تخریب مخنیوي ملی پروژې په پار د کرنې وزارت تخنیکي غونډه دائره شوه

٢٩ تله  ۱۴۰۰ هـ.ش
١٤ ربیع الاول ۱۴۴۳ هـ.ق
داغونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد، د طبیعي سرچینو مرسیتال مولوی شمس الدین شریعتي او دکرنې وزارت د تخنیکي کمېټې غړو په حضور کې د مثمرو بڼونو جوړولو له لارې د ځمکې تخریب مخنیوي ملی پروژې په پار دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي ټیم د یادې پروژې مواصلت شوې سندونه مطالعه کړل، او په ټوله کې، په هغه صورت کې، چې یاده پروژه په شفاف، تخنیکي، عملي او د هېواد د ملي لومړېتوبونو مطابق پلي شي، یوه مهمه او مثمره پروژه وبلله، خو دمګړۍ ددې له پاره، چې یاد پروژه څومره روڼ، تخنیکي او علمي طرح شوې ده او په کومه کچه کولای شي، چې د هېواد ملي او سیمه ییز اقتصاد کې موثر تمام شي کولای شي، چې شته اسناد بشپړ معلومات ونه لري، په همدې موخه د موسسې په استازیتوب د یادې موسسې د کمېټې غړي خپل نظرونه دوی ته وړاندې کړل ترڅو په راتلونکی پړاوونو کې چمتو او د وزارت په واک کې ورکړي.
د (Plant for Peace/PFP) یا د سولې لپاره نبات موسسه یوغیر حکومتي او انتفاعي نړیواله د انګلستان هېواد اړونده موسسه ده، چې غواړي د ځمکې د تخریب مخنوي نړیوال مالي صوندوق  (Land Degradation Neutrality Fund)له لارې، چې د ځمکې د تخریب د مخنیوي په پار له نړیوالو میکانیزمونو څخه ده او د ځمکي تخریب  دهره د مبگرې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون (UNCCD) د نړۍ په کچه فعالیت لري، ۹ میلیارډه ډالر جذب او په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې تطبیق کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۴:۴۸
Background image

دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال دخوست دکرنې رياست له چارواکو سره وکتل


۹ ليندۍ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس‌الدین شریعتي، دخوست ولايت دکرنې رياست له کارکوونکو سره په ليدنه کې د بڼوالۍ پر ترويج ټينګار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۱:۵۴
Background image

لوګر ولایت بزګرانوته څه باندي لس میلیونو افغانیو د ویش لړۍ پیل شوه


۹ لېندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش
۲۴ ربیع الثانی ۱۴۴۳ هـ.ق
لوګر ولایت کې ۶۰ تنه بزګرانو ته IRC موسسی لخوا لس میلیونو، ۵۴ زره او ۸۰۰افغانیو د ویش لړۍ پیل شوه
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

لغمان ولایت کې ۵۰ بېوزلو کورنو ته وزې ورکړل شوې


۸ لېندۍ ۱۴۰۰ ه‍.ش
۲۳ ربیع الثانی ۱۴۴۳ ه‍.ق
لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزلو کورنو ته FGA موسسى  په همغږۍ او WFP په مالي لګښت وزې ورکړل شوې
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت