د پکتیا مرکز ګرديز کې د کانګو تبې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۵:۳۹
د پکتیا مرکز ګرديز کې د کانګو تبې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو


۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د کانګو تبې «CCHF» د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شوی دی.
د پکتیا د مالدارۍ امر کبیر اسلمي وویل، چې د دې کمپاین په لړ کې به د پکتیا ولایت څاروي، د څارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) او د څارویو منډهي دواپاشي کېږي او ترڅنګ یې مالدارانو ته د حفظ الصحې په هکله معلومات هم ورکول کېږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه ګټه پورته کړي. د دې ترڅنګ د کانګو تبې د مخنیوی په موخه ددې لایت خلکو ته د اختر درارسېدو سره سم عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.
د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت