د پوهنې وزارت او ملي بانک ترمنځ د ځمکې د انتقال د پروسې د بیا کتنې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۳:۹
د پوهنې وزارت او ملي بانک ترمنځ د ځمکې د انتقال د پروسې د بیا کتنې په موخه غونډه دائره شوه

۱۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د پوهنې وزارت او د افغانستان ملي بانک ترمنځ د ځمکې د انتقال د پروسې د بیا کتنې په موخه د ملي بانک، کابل ښاروالي او دکرنې وازارت د استازو په شتون کې غونډه دائره شوه. 
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم له مخې، د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ یو پلاوی، چې په ترکیب کې یې، د پوهنې وزارت، د ملي بانک او کابل ښاروالۍ باصلاحیته استازې شتون جوړه او یاد پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د قلعه شاده سرکاریز سیمه کې د ملي بانک د ۱۵ زره ۲۱۶ متره مربع ځمکې بدیل، چې دپوهنې وزارت له خوا په کې د سید اسماعیل بلخي او ام البنین ښوونځي جوړ شوي دي او ملي بانک د پغمان بڼ په سیمه کې ددې ځمکې د بدیل غوښتنه کوي، چې د پوهنې وزارت ملکیت دی د یادې موضوع ارزونه وکړي او په دې اړه مفصل راپور د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء ته وړاندې وکړي.
په دې غونډه کې د ګډونوالو نظرونه واوریدل شول او پریکړه وشوه چې یاده موضوع دې په راتلونکې غونډه کې د پوهنې وزارت د استازو په حضور کې تعقیب شي.

جلسه‌ی به منظور بررسی انتقال زمین میان وزارت معارف و بانک ملی برگزار شد 
۱۰ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ی به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بررسی انتقال زمین میان وزارت معارف و بانک ملی افغان با حضور نماینده گان بانک ملی و شاروالی کابل در وزارت زراعت برگزار شد.
طبق حکم رئیس الوزرا امارت اسلامی افغانستان هیئتی به سرپرستی مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور نماینده گان با صلاحیت وزارت معارف، بانک ملی و شاروالی کابل وظیفه سپرده شده است تا موضوع انتقال  زمین بدیل زمین بانک ملی موازی ۱۵ هزار ۲۱۶ متر مربع واقع  سرکاریز قلعه شاده که از سوی وزارت معارف در آن مکتب سید اسماعیل بلخی و مکتب ام البنین اعمار گردیده است و بانک ملی خواستار زمین بدیل در ساحه باغ پغمان که ملکیت وزارت معارف است می‌باشد را بررسی نموده و گزارش مفصل از موضوع را به رئیس الوزارا امارت اسلامی افغانستان پیش کش نماید. 
در این جلسه نظریات اشتراک کننده گان استماع گردید و فیصله صورت گرفت که موضوع غرض بررسی دقیق با حضور نماینده‌گان وزارت معارف در جلسه بعدی تعقیب گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت