د وزارت پیژندنه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پېژندنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوریت له وزارت خونو څخه یو وزارت دی. یاد وزارت د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ پر پرمختیا او عصري کولو کار کوی

دهېواد د ۸۰ سلنه خلکو د معیشت سرچینه کرنه او مالدارۍ ده، په همدې موخه د افغانستان د کرنې وزارت هغه نهاد دی، چې تل د کرنې د وضعیت د ښه کولو، د حاصلاتو د کچې زیاتولو او د کرکېلي د میکانیزه کولو په پار هلې ځلې کوی.

یاد وزارت د بزګرانو د ملاتړ، د طبیعي سرچینو دمدیریت او د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا په پار د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې یوشمېر برنامې په لاره اچوی. د کرنې وزارت په برنامو کې د غوره اقتصادي ارزښت لرونکو نباتاتو پېژندل، د ترویج په برخه کې هلې ځلې، د دودیزو محصولاتو پیاوړتیا، د کرنیزو ټکنولوژیو نشر او پېژندل، د کوپراټیفونو د پیاوړتیا پروګرامونه، کرنیز اقتصاد او په بازارموندنې سره د کرنیزو توکو صادرات شامل دي.

دغه وزارت په مرکز کې پراخ جوړښت او په هر ولایت کې د کرنې یو ریاست او په هره ولسوالۍ کې د کرنیزو چارو یو امریت لري. دغه نهادونه د کرکېلي د میکانیزه کولو، د حاصلاتو زیاتوالي، د بڼوالۍ عصري کول، د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو روزل، د څارویو مصنوعي القاح او د صحي لبني تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې فعالیت کوی.

 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مخینه

افغانستان یو غرنۍ هېواد دی، چې پراخې دښتې او زرګونه کاله ځلاند تاریخ لري. د افغانستان جغرافیایي او توپوګرافي موقعیت له ډېرو کمو اسیایي هېوادونو سره پرتله  کولای شو. د هېواد جغرافیایي جوړښت داسې ده، چې له ټېټو برخو څخه پیل او په تدریج سره لوړو ارتفاعاتو او په پای کې د نړۍ پر بام ختمیږي. دا په خپله ددې ښکارندویي کوی، چې افغانستان د حیات له بېلابېلو او متنوع اکوسیسټومونو څخه برخمن دی، چې په اکوسیسټم کې دغه راز بدلونونه، زموږ د هېواد د ښکلا لامل شوی دی. یو له مهمو برخو څخه چې افغانستان ته یې ځانګړتیا ور په برخه کړې له مناسب اقلیم سره کرکېله ده. زموږ هېواد چې اوسمهال د بیارغونې او جوړېدو په درشل کې ده دغه چاره د دولت په لارښوونه او د زیارکښو هېوادوالو په همکارۍ او مرستې پرمخ وړ کیږي، چې کرنه یې له مهمو برخو څخه شمېرل کیږي.

د کرنې لومړنی مدیریت ایجادول

په ۱۲۹۸ یم کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته ، کله چې دافغانستان خلک ترډېره له کورنیو اړتیاوو سره لاس او ګریوان و په هېواد کې د اقتصادي پراختیا بېلابېلو برخو ته د دولت پام هم ور واووښت.  د ټولو مدني او ټولنیزو چارو د تنظیم او ادارې په پار د ژوند اړین بنسټونه یې کېښود. د افغانستان د اقتصادي اړتیاو پوره کولو په پار او د هېواد د خراب او کړکېچن وضعیت د ښه کولو په موخه یو لړ لومړني اقداماتو ته مخه کړه.

په ۱۲۹۸ یم کال کې د امیر امان‌الله خان د سلطنت په لومړیو کې د «دولتي څارنې» تر عنوان لاندې د کرنې، صنعت او د بیارغونې د چارو تشکیلات په کار پیل وکړ. له ډلې د سوداګرۍ څارنه، چې په تشکیل کې یې د کرنې مدیرت ته هم ځای ورکړل شوې وه، په ۱۳۰۲ کې د سوداګرۍ وزارت ته ارتقا وکړه او د نورو وزارت خونو په ډله کې شامل شو.

په افغانستان کې له ۱۲۹۷ یم کال وروسته، د کرنې پراختیا

دکرنې تېر وضعیت ته په کتو، دا په ډاګه ده، چې په لویو ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې بد اقتصادي وضعیت او د خوړو نامیمون وضعیت له امله هېوادوال د یو ملي کرنیز برنامې له نشتونه کړېدل. که څه هم په تېرو کلونو کې د یوشمېر باتدبیره پاچاهانو، وزیرانو او خلکو د هلو ځلو په ترڅ کې د بندونو، کاریزونو، د اوبولګولو د شبکو جوړول او بڼونو په جوړولو کې یو لړ اقتدامات او هلې ځلې شوې وه.

د کرنې د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د امیر حبیب‌الله خان په دوره کې یو لړ اقدامات او کارونه شوې وه، چې د کرنې د پارختیا په برخه کې د امیر امان‌الله خان او ترهغه وروسته هم دوام وموند.

د کرنې په برخه کې لومړني ګامونه

د سوداګرۍ وزارت له خوا د کرنې په برخه کې د ۱۹ کلونو په ترڅ کې له ۱۲۹۷-۱۳۱۶ چې کوم کارونه تر سره شوې وه. په کې د ځنګلونو احداث، د ویالو کېندل، د بندونو جوړول، د ونو اېښودل، د ویالو جوړول، د ځنګلونو ساتل، کرنیز تجربوی فارمونه او قوریې جوړول او یوشمېر نور فعالیتونه شامل دي. دغو فعالیتونوته لنډه کتنه کوو.

له ۱۲۹۷ تر ۱۳۰۹ د ویالو کېندل او د بندونو جوړول

د هېواد دکرنې د پراختیا او په هېواد کې د حاصلاتو د ډېروالي په پار او ددې ترڅنګ د کورنیو لګښتونو د پوره کولو او د صادراتو د پراختیا په موخه د ویالو کېندول او بندونو جوړولو په برخه کې یو لړ اقدامات او پانګونې شوې وې. د بېلګې په توګه: د بت خاک په سیمه کې د غازي بند جوړول ددې ولسوالۍ یوشمېر ووچې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راوست.

دغه راز د نهرسراج د جوړولو چارې، چې په ۱۲۹۰ لمریز کال کې د امیر حبیب‌الله خان د سلطنت په دوره کې پیل شوې وه د جوړولو چارې یې تر ۱۳۰۲ ام کال پورې وځنډيد. په ۱۳۰۳ ام کال کې د دولت له بودیجې څخه د یادې ویالې د جوړولو په پار په کافي اندازه پیسې منظور شو او چارې یې پیل شوې، چې د امانیې د سلطنت تر پایه یې د جوړولو چارې ښه پرمختګ درلود. په پای کې ددې ویالې چارې په ۱۳۱۳ ام کال کې بشپړ شو.

په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د کرنې لومړنی خپلواک ریاست ایجادېدل

لکه څنګه چې وویل شو، کرنیزې چارې او ددې سکټور تشکیلات د حکومت تر جدي پاملرنې لاندې راغلل. ددې برخې اهمیت او اړتیا ته په کتو، په ځانګړې توګه ددې برخې د کار په حجم کې زیاتوالی ددې لامل شو چې، په ۱۳۱۶ ام کال کې د سوداګرۍ له وزارت څخه بیل او ورته یو خپلواک ریاست تشکیل شي. په پایله کې یې د فعالیت سیمه هم پراخه شوه. د بایرو ځمکو د اصلاح، د هېواد د زرغونتیا او د څارویو د نسلو د اصلاح او تکثیر په برخه کې لا ډېرې هلې ځلې وشوې. په همدې کال کې د قطغن په ولایت (دهېواد شمال ختیځ ولایتونه) کې تر څېړنې اوتجربې وروسته غنم، جوار، مۍ، وریجه او بېلابېل سابه تکثیر او ترویج شول.

د پنبې د کرکېلي او د غوره پنبه دانې د ترویج او لبلبو کرکېلي ته د کلیوالو د هڅولو په برخه کې لازم اقدامات تر سره شول. د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د چارو د ښه کولو په موخه هلې ځلې کړندي شول او خلکو ته د کار او فعالیت زمینې برابرې شوې. په هره سیمه کې خلک بڼوالۍ، د چرګانو روزنه، مالدارۍ او بېلابېلو نباتاتو کرکېلي ته مخه کړه. د حکومت او خلکو په ګډو هلوځلو جبه‌زار او  نی‌زارې ځمکې په کرنیزو ځمکو بدلې شوې. د لبلبو او پنبه دانې کرکېله اصلاح شول.

په ۱۳۲۷ لمریز کال کې د کرنې وزارت ایجادېدل

د کرنې خپلواک ریاست په ۱۳۲۷ لمریز کال کې د کرنې وزارت ته ارتقا وکړه او اړتیاوو ته په کتو په مرکز او لایتونو کې د وزارت تشکیلات پراخه شوه. په لویو ولایتونو اواعلی حکومتونو کې کرنیز فارمونه جوړ شول، ترڅو بېلابېل نباتات وڅېړي او تکثیر کړي ددې ترڅنګ د غوره څارویو روزنه او د کورنيو چرګانو روزنې په برخه کې فعالیت وکړي. دغه راز بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او نور خدمات وړاندې شول.

په ۱۳۳۳ لمریز کال کې په یوشمېر ولایتونو کې د مصنوعي  ځنګلونو جوړولو په پار هلې ځلې پیل شوې او د ملخانو پر وړاندې د مبارزې څانګه جوړه شوه. یاد مدیریت په فراه، نیمروز او بلخ ولایتونو کې اغېزناکې برنامې تر سره کړه.

په ۱۳۲۸ ام کال کې د بغلان د پیله وري شرکت تاسیس او ۱۶ زده کوونکي لومړی د جاپاني متخصصینو او بیا وروسته د چینایي متخصصینو تر روزنې لاندې ونیول شول. د پیله وري برخه په چټکۍ سره وده وکړه د هرات، تخار، مزارشریف ولایتونو او حتی د کابل ولایت په ډېرو کلیو  کې هم خلک پیله وري مسلک کې بوخت شول.

په ۱۳۳۹ ام کال کې د کرنې وزارت نوم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت شو

په ۱۳۳۹ ام کال کې د اوبو او خاورې د سروې د دستګاه تشکیل د کرنې وزارت له تشکیل سره یوځای شو او د کرنې ریاست نوم د کرنې او اوبولګولو په وزارت بدل شو. لومړی او دویم پلانونو په پلي کولو کې ددې اړتیا احساس شو چې د کرنې چټکه وده له اوبولګولو پرته نا شونې ده، په همدې موخه اوبولګولو پروژو ته د دولت پاملرنه زیاته شوه او په دې برخه کې ورته ځای ورکړل شوه.

له ۱۳۲۴ ام کال وروسته کله، چې د کجکي د بند او د هلمند د پروژې بنسټ کېښودل شوه، له ۱۳۴۰ ام کال وروسته د لومړي ځل لپاره د نو انجیل او ګلوی اشتر ویالو د سروې په پار د انجنیری یو پلاوی هرات ولایت ته ولېږل شول. تر لنډې موندې وروسته د ګلوی اشتر د سروې او نقشه اخیستلو چارې بشپړ او ددې پروژې ودانیزو چارو پیل ته چمتووالی ونیول شوه. د اوبو د وېش د دوو بندونو د مطالعې او ډیزاین چارې بشپړ شوې او د انجنیري پلاوي پرې کار پیل کړ او د ودانۍ چارې یې بشپړ شوې. د فاریاب ولایت د خلکو په غوښتنه د التي بولک د اوبو د وېش بند د جوړولو سروې او ډیزان وشوه او د ودانولو چارې یې پیل شوې.

د امو سیند کیڼ لور ته د شهروان په پروژه کې  د پرچاوه سربند، چې څه باندې ۲۰۰ زره جریبه ځمکه یې خړوبول سروې او ډيزان شوه او په پاخه او اساسي ډول ورغول شوه. د کندز پر سیند د بغلان ولایت د کیله ګۍ د بند پورژه، په پاخه او اساسي ډول د عمومي کانال د یوې برخې رغول، په پاخه او اساسي ډول فرعي ویالې او په کاپیسا ولایت کې د خواجه ښار ورخونه رغول، چې د شته ځمکو سربېره ۶۰۰ جریبه نوی ځمکې هم د خړوبولو تر پوښښ لاندې راوستل بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ۱۳۸۸ ام کال برنامې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لیدلوري پربنسټ، چې د تولیداتو د پراختیا او کچې لوړولو، طبیعي سرچینو مدیریت، د فزیکي زېربناوو ښه والی  او د بازار د پراختیا له لارې د هېواد د مشروع کرنیز اقتصاد له اعادې څخه عبارت دی، په داسې حال کې چې د افغانستان کرنه دودیزه بڼه درلوده او د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د تولیداتو کچه ډېره ټېټه وه، د کرنې وزارت د خړو خوندیتوب، د محصولاتو کچې او ارزښت لوړول او د بېوزلۍ د کچې ټېټول په خپلو برنامو او لومړیتوبونو کې شامل کړ، چې په لاندې ډول ورته اشاره کیږي.

پنځه برنامې:

  1. د تولیداتو د زیاتوالي او حاصل‌خیزی برنامه
  2. د اوبولګولو او کرنیزو زېربناوو جوړول
  3. اقتصادي پروژې په لاره اچول
  4. د طبیعي سرچینو مدیریت
  5. برنامه یي ملاتړ او د سمونونو مدیریت

لس پراختیایي کرنیز لومړیتوبونه:

  1. اصلاح شويو تخمونو او د تولیدي عواملو توکو ته د بزګرانو لاس رسی؛
  2. د ورخونو، د ابو د زېرمو د ودانیو او د اوبولګولو د سیسټومونو کنټرول او تنظیم؛
  3. په کرونده کې د اوبولګولو د ټکنالوجۍ د لېږد پروسې اسانول؛
  4. د سړو خونو جوړول؛
  5. د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې اسانتیا رامنځته کول؛
  6. ترویجي او تخنیکي روزنیز مرکزونه جوړول؛
  7. کوچیانو او مالدارانو ته د مرستو برنامې ایجادول؛
  8. دکرنې په سکټور کې د پور میکانیزم جوړول؛
  9.  کرنیز میکانیزه مرکزونه ایجادول؛
  10. د کرنې وزارت د تشکیلاتو او جوړښت تجدید او سمون؛

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت به په دې برخه کې جدي هلې ځلې وکړي، چې په ټول هېواد کې د کروندګرو په فعاله ونډې او د ګټورو برنامو په پلي کولو سره حاصلات د ځان بساینې تر کچه لوړ کړي. د هغو برنامو د پلي کولو په پار چې کاري لومړیتوبونه لري، د کرنې وزارت د کاري اړتیاوو پر بنسټ د دې وزارت تشکیل هم په ۱۳۸۸ ام کال کې عیار شوې ده.

دکرنې په سکټور کې اوسني لومړیتوبونه او برنامې:

څلور برنامې:

  1. د طبیعي سرچینو د تنظیم برنامه
  2. د حاصل خیزی او حاصل ورکولو برنامه
  3. د اقتصادي احیا او ارزښت لوړولو برنامه
  4. د مدیریت بدلون او د وړتیا لوړولو برنامه

اسټراټیژیک لومړیتوبونه:

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت راتلونکو پنځو کلونو لپاره لاندې اوو لومړیتوبونو ته د رسېدنې وړاندوینه کړې ده:

  1. اوبولګول
  2. غنم
  3. د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت لوړول
  4. مالدارۍ
  5. د اقلیم بدلون سره د حساسو طبیعي سرچینو تنظیم
  6. د خوړو خوندیتوب او تغذي
  7. بنسټیز سمونونه او وړتیا لوړول

لومړنی خپلواک رییس څخه تر دې دمه د کرنې وزارت د چارواکو نوم لړ

  • د سوداګرۍ او کرنې وزیر عبدالهادي داوی
  • د کرنې خپلواک رییس محمد زمان تره‌کی ۱۳۱۶-۱۳۲۱
  • د کرنې خپلواک رییس سردارمحمدعتیق رفیق ۱۳۲۱-۱۳۲۴
  • د کرنې خپلواک رییس سید ضیاالدین ۱۳۲۴-۱۳۲۵
  • د کرنې خپلواک رییس میرمحمد یوسف ۱۳۲۵-۱۳۲۷
  • د کرنې لومړنی وزیر غلام‌حیدر عدالت ۱۳۳۷-۱۳۳۸
  • دکتور محمدناصر عمر کشاورز ۱۳۳۸- ۱۳۴۴
  • انجنیر محمداکبر رضا ۱۳۴۴-  ۱۳۴۸
  • عبدالحکیم  ۱۳۴۸-۱۳۵۱
  • داکتر عبدالوکیل ۱۳۵۱-۱۳۵۲
  • غلام‌جیلاني باختري ۱۳۵۲-۱۳۵۴
  • عزیزالله واصفي ۱۳۵۴-۱۳۵۷
  • صالح‌محمد زیري۱۳۵۷-۱۳۵۸
  • عبدالرشید جلیلي ۱۳۵۸-۱۳۵۸
  • فضل‌الرحیم مهمند ۱۳۵۸-۱۳۶۰
  • عبدالغفار لکنوال ۱۳۶۰-۱۳۶۳
  • غلام فاروق کوبکی‌وال ۱۳۶۳-۱۳۶۵
  • محمد غفران ۱۳۶۵-۱۳۷۱
  • سید محمدهادي هادي ۱۳۷۱-۱۳۷۲
  • سید نورالله عماد ۱۳۷۲-۱۳۷۵
  • استاد سکندر قیام اسد ۱۳۷۵- ۵ میزان ۱۳۷۵
  • ملا محمدنسیم آخند ۶ تله۱۳۷۵-۱۳۷۶
  • ملا عبداللطیف منصور۱۳۷۶-۱۳۸۰
  • ملا احمد‌الله مطیع تله ۱۳۸۰-۲۲عقرب۱۳۸۰
  • سیدحسین انوري د مرغومي لومړی نېټه۱۳۸۰-مرغومی۱۳۸۳
  • عبیدالله رامین مرغومی ۱۳۸۳- لړم۱۳۸۷
  • محمدآصف رحیمي لړم ۱۳۸۷- ۱۳۹۳
  • سلیم‌خان کندزي مالي مرستیال د ۱۳۹۳ام کال د لیندۍ ۱۱ څخه د وزارت د چارسمبال په توګه
  • د ۱۳۹۴ لمریز کال له غویی څخه تر ۱۳۹۶ ام کال پورې اسدالله ضمیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر و
  • د ۱۳۹۶ یم کال د سلواغې میاشتې څخه نصیراحمد درانی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په توګه
  • د ۱۳۹۹ یم کال د وږی میاشتی څخه انورالحق احدی د کرنې، اوبولګولو او مالداری وزیر په توګه دنده پرمخ وړي.