د وزارت دندې او صلاحیتونه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دندې او صلاحیتونه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په څلورو سکټورونو کې فعالیت کوي او دندې یې هم ددغو سکټورونو ودې او پرمختګ لپاره کار کول دي. د کرنې وزارت په ټولو ولایتونو کې یو دویم واحد او په ډېرو ولسوالیو کې د ترویج مدیریت لري.

یاد وزارت د خپلو ولایتي واحدونو له لارې، د اړتیاوو ارزونې، د اړتیا وړ پروژو سروې او براورد، خلکو سره سلامشورې او د یادو څلورو سکټورونو د ودې په پار د زمینې برابرولو د تصمیم نیولو صلاحیت لري.

د کرنې وزارت دندې او واکونه د افغانستان اسلامي جمهوریت د وزارتونو د دندو او تشکیل د عمده اصولو قانون د دوه وېشتمې مادې د حکم پر بنسټ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دندو د تنظیم په مقرره کې ټاکل شوې ده.

د واکونو د عمال او دندو په اجرا کې د کرنې وزارت موخې، د قانون د حاکمیت تحکیم، په اړوندو اداراتو کې سالمه رهبري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې غوره چوپړونه وړاندې کول، د کارکوونکو د ګمارنې لړۍ ښه کول او اداري اصلاحات پلي کول دي.

په همدې موخه مو دلته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دندو د تنظیم مقررې څخه په استفادې سره، چې «د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، حیواني روغتیا، ځنګلونو، وحشي ژویو او کرنیزې خوندي شوي او میکانزه سیمو» په برخه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دندو او واکونو تعیین او تشخیص په اوو برخو کې خلاصه کړي دي.

  1. د کرنې په برخه کې دندې او واکونه:
  • په موثر ډول او د برخمن شویو کسانو اړتیاوو سره سم د بودیجې لګول.
  • د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اصلاح شویو تخمونو ترویج او پېژندنه او دغه راز د کرنې وزارت د څېړنیز ټیمونو او فارمونو په استفادې سره د نباتاتو نوي ورایټیو «نژادونو» تولید.
  • بېلابېلو کرنیزو برخو کې بزګران روزل
  • ۱۵۰ وړیا شمېرې سره ټول هېواد کې په وړیا او انلاین ډول د بزګرانو ستونزې هوارول؛
  • عصري کرکېلي ته د بزګرانو د هڅونې په پار بزګرانو ته ننداریزې قطعې جوړول؛
  • مدرن او عصري کرکېلي معرفي کول، لکه د کتار په بڼه، په نوي بڼه د بڼونو جوړول او ترویج.
  • کمو ځمکو څخه د زیاد حاصل تر لاسه کولو په پار د متراکمو بڼونو ترویج او جوړول؛
  • بزګران او هېوادوالو ته سوداګریز او شخصي مدرن بڼونه جوړول (په ځانګړې سب سایډي سره).
  • بزګرانو ته د شنوخونو په جوړولو سره د کال په بېلابېلو موسمونو کې د سابه تولید او ترویج.
  • د کورنیو باغچو په وېش سره کرکېلي ته د لېوالومېرمنو ملاتړ.
  • د زرغونتیا د ودې لپاره په کال کې سلګونه زره نیالګي تولید او وړاندې کول.

...

  1. د اوبولګولو په برخه کې دندې او واکونه
  • د اوبولګولو په برخه کې د بودیجې پیداکولو په پار برنامې او پلانونه جوړول.
  • د اوبولګولو شبکې جوړول.
  • د اوبولګولو د شبکو بیارغول.
  • د حوضونه جوړول.
  • د زېرمتونونه جوړول.
  • د اوبو پرسر د کړکېچ کچه ټېټول.
  • د ډېرو اوبو په وړاندې کولو سره کرنیزې ځمکې زیاتول.
  • د اوبو د مصرف کمولو په پار هلې ځلې.
  • د عصري اوبولګولو د ترویج په پار د څاڅکې اوبوخور په سیسټم د اوبولګولو شبکې جوړول.
  • لمریزې انرژۍ څخه په استفادې د اوبولګولو شبکې جوړول.

  1. د مالدارۍ په برخه کې دندې او واکونه:
  • د مالدارۍ د ودې په پار برنامې او پلانونه جوړول.
  • د مالدارۍ د خوندیتابه د کچې لوړولو په پار د واکسینو تولید.
  • د بېلابېلو حیواني ناروغیو او (د انسانانو او څارویو ترمنځ د ګډو ناروغیو) د مخنیوي په پار د واکسینو کمپاینونه پلي کول.
  • د مالدارانو د عوایدو زیاتولو او د مالدارۍ خوندي کولو د کچې لوړولو په پار د مالدارانو روزنه.
  • د مالدارۍ په برخه کې د پانګوالو ملاتړ (د چرګانو روزنې د لویو فارمونو جوړولو په پار مرستې).
  • پر اړمنو مېرمنو د چرګانو روزنې وړې او منځنۍ فارمونه وېشل.
  • د شاتو مچیو د ودې په پار د شاتو مچیو صندوقونه وېشل او اړوندو کسانو ته روزنه ورکول.
  • د چرګانو روزنې صنعت خوندي کولو په پار سلا مشورې ورکول او پالیسۍ جوړول (د زړو چرګانو واردولو مخنبوی او د ناروغیو د خپراوي پروخت له بهره د چرګانو واردول منع شول).

  1. د طبیعي سرچینو په برخه کې دندې او واکونه:
  • د طبیعي سرچینو د ودې، پراختیا اوخوندي کولو په پار برنامې او پلانونه جوړول.
  • د ځنګلونو خوندي کولو په پار د ځنګلونو ټولنې جوړول او هغوی څخه ملاتړ.
  • د څړځایونو خوندي کولو په پار ټولنې جوړول او ملاتړ کول.
  • د (پستې، جلغوزې، چهارمغز او نورو ونو) نوي ځنګلونه جوړول.
  • د طبي بوټو؛ لکه انجه «هنګ» شیرین بویې او نورو طبي بوټو د نسل خوندي کولو په پار د طبي نباتاتو رېښې او تخمونه وېشل.
  • د دښتو د پراختیا د مخنیوي په پار د روانو شګو د خوندي کولو په پار نیالګي اېښودل.
  • په ښاري سیمو لکه د کابل زرغون کمبربند کې د اکسیجن دتولید د کچې لوړولو په پار نوي ځنګلونه جوړول؛
  • ګډ سروې ګانې په لاره اچول او خلکو سره سلا مشورې.
  • د وزارت په پراختیایي برنامو کې د برخمن شویو کسانو د نظرونو د تعمیل په پار د خلکو نظرونه ترلاسه کول.
  • د پلي شویو پروژو د اغېزو او اثراتو څرنګوالي مالومول؛
  • د پروژو د موثرې استفادې په پار په پلانونو کې شمېرو او اطلاعاتو کارولو ته زمینه برابرول؛
  • لوی کرنیز کنفرانسونه په لاره اچول؛ په کنفرانسونو کې نارینه او ښځینه له یوبل سره خپل نظرونه او تجربې شریکوي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کوي.

نورې کړنې

د کرنیزو محصولاتو پېژندنه

  • د کورنیو محصولاتو بازارموندنې لپاره، ځانګړې بنسټونه شتون لري، خو د اړتیا پروخت دکرنې وزارت د کرنیزو تولیداتو د پېژندنې په پار لاس په کاریږي.
  • د کرنیزو محصولاتو کورني نندارتونونه په لاره اچول.
  • په نړیوالو نندارتونونو کې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو د استازو د ګډون په پار همغږۍ.
  • هر کال د وري په دویمه د بزګر مېله په لاره اچول.
  • د قوانینو، مقرراتو، اصولو، اصلاحاتو او اداري لوایحو پلي کول او فساد سره جدي مبارزه.
  • فساد سره د مبارزې د عمل پلان جوړول.
  • فساد سره د مبارزې د عمل پلان بشپړ پلي کول.
  • د قوانینو او مقرراتو نقض څخه مخنیوی.
  • په بېلابېلو برخو کې د قوانینو بشپړ پلي کول.
  • اداري اصلاحاتو پلي کولو ته زمینې برابرول.
  • کورني څارنې څخه بشپړ ملاتړ.
  • روڼتیا رامنځته کولو په پار عدلي او قضایي مراجعو سره همکارۍ.
  • د اجرااتو څارنه او د څارنې او نظارت په برخه کې همکارۍ او اړوندو نهادونو لپاره معلوماتو ته د لاس رسي په پار زمینې برابرول،
  • اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون پر اساس اطلاعات وړاندې کول او فساد سره د مبارزې په پار له څېړنیزو خبریالانو سره لا ډېره همکاري کول.

یادونه: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اړتیا پر وخت د اړوندو نهادونو (پارلمان، مالیې وزارت او ...) نهادونو په همکارۍ د احتمالي ستونزو لکه طبیعي پېښو، وچکالۍ او یا نورو ننګونو د رامنځته کېدو په صورت کې صلاحیت لري، چې د رامنځته شویو ستونزو د زیانونو د مخنیوي په پار د یوشمېر پروژو پر پلي کولو له سره کتنه وکړي او د رامنځته شویو ستونزو د کابو کولو په پار نوي پروژې تر لاس لاندې ونیسي.