د هلمند کرنې ریاست د زرګونو طبیعي بوټو کرلو بهیر پیل کړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۱۹
د هلمند کرنې ریاست د زرګونو طبیعي بوټو کرلو بهیر پیل کړ

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د څړځایونو مدیریت بولان مرکزي قوریه کې ۲۰۰ زره نیالګي لکه غز، اوښملغې او شین غزۍ قلمې په ۱۰ جریبه ځمکه کې کرلو ته چمتو کړل.
د پلان له مخې به یاد نیالګي د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې د ریګستان سیمې ته انتقال او وکرل شي، څو د هوا بدلون، د سحرا ساتنې او ریګ روان د مخنیوي لپاره ګټور تمام شي.
د دې پروژې په عملي کېدو سره به د ریګستانونو په سرسبزۍ کې پرمختګ راشي، د خاورو تخریب به کم شي، او د ځایي مالدارانو اقتصادي وضعیت به ښه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د هالند کمېټې د چارواکو ترمنځ لیدنه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د هالند کمېټې  مرستیال ډاکتر عبدالقادر فخري، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره نږدې دوه زره څاروي معاینه شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت له لورې د کندهار د  ډنډ ولسوالی مسلخ کې د مالدارۍ مسؤلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د کندهار معروف کې ۱۰ باب د انګورو ټرایلس‌ بڼونه اړمنو بزګرانو ته ووېشل شول

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې (آر.او.پي) په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت