د هلمند څړځایونو د بیارغونې هڅې؛ په پار یې د ټولنې غړي روزل کېږي

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۴:۲۳
د هلمند څړځایونو د بیارغونې هڅې؛ په پار یې د ټولنې غړي روزل کېږي

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د څړځایونو د بیارغونې او پراختیا په پار هڅې پیل شوي دي، چې په ترڅ کې یې د دې ولایت د څړځایونو د تثبیت ترڅنګ  د بست کلا او کارېز سیمې د څړځایونو اړوندو ټولنو ۲۲۰ غړوته روزنه ورکول کېږي.
په دې درې ورځنۍ روزنیز پروګرام کې د ټولنو نویو غړو ته د اقلیمي بدلون، دباران اوبو کنترول، د څړځایونو بیارغونه او ریګي سیمو کې د نیالګیو روزنې په هکله زده کړې ورکول کېږي، ترڅو دوی د څړځایونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې لازمه پوهاوي ترلاسه او د څړځایونو ساتنه په سالم او منظم ډول وکړي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، ترڅو ددې ولایت په کچه هغه مالچر او څړځایونو چې د مالدارانو د مالونو څړځای لپاره ځانګړې شوي دي، بیا ورغوي.
ښاغلی الکو دغه راز وویل، چې د یادو څړځایونو په بیارغونې سره به د مالونو لپاره د څړمناسب چاپېریال رامنځته، د اوبو د زېرموساتنه کیږي او په ټوله کې د کوچیانو او مالدارانو په اقتصادي وضعیت کې په د پام وړ بدلون رامنځته شي.
هلمند چې، د مالدارۍ له پلوه غني ولایت دی، په دې وروستیو کې یې طبیعي ځنګلونه، مالچرونه او څړځایونه د غصب، تخریب او د طبیعي عواملو له امله په پراخه کچه زیانمن شوي دي.د هلمند دکرنې رییس وایي، چې ددې ولایت د طبیعي سرچینو د احیا، ساتنې او پراختیا په پار پراخ پروګرامونه په پام کې لري، چې په پلي کېدو سره یې یاد طبیعي سرچیني خوندي او د کوچیانو او مالدارانو د مالونو د خوراکې لپاره به چمتو شي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت