د هلمند نادعلي کې ۵۰۰ کورني باغچې جوړېږي
۱۲ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمندولایت د کرنې، اوبولکولو او مالدارۍ ریاست لخوا د بشري خیریه مؤسسې په مالي همګارۍ ددې ولایت د نادعلي ولسوالی ٥٠٠ بزګرو ته د دکورنیو باغچو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې پروسې له لارې هرې کورنۍ ته اته قلمه د ژمنیو سبو تخمونه او درې قلمه کرنیز توکي وېشل کېږي، چې د مستحقینو د سروې چارې یې مخکې د ګډ پلاوي لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، استخباراتو او کرنې مسؤلین شامل دي ترسره شوي دي.
د دغو توکو د وېشلو ترڅنک برخمن شویو کورنیو ته، په کورنیو باغچوکې د سبو د تولید، حفظ الصحې او په کورنیو باغچوکې د محصولاتو د راټولولو او پروسس په برخه کې لازمه همکاري ترسره کېږي.
کورني باغچې د کورنیو په اقتصادي وده او پرمختګ کې رغنده رول لري، چې ورسره به د دغو کورنیو د خوړو د خوندیتوب ترڅنګ اقتصادي حالت هم ښه شي.