د هلمند موسی کلا ولسوالی کې د ۳ فرعي کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۰:۱
د هلمند موسی کلا ولسوالی کې د ۳ فرعي کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې


۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۹ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په همکارۍ د دې ولایت د موسی کلا ولسوالی د نږدې ۱۷۰ ځایي کاریګرو په مټ د درېوو لویو ویالو د پاکولو چارې عملاً پیل شوې.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې برنامه کي د یادې سیمې درې فرعي کانالونه «کا ڼي مانده، شاجوی ویاله او دکچ سردار ویاله» چې له کلونو راهسې نه دي پاکې شوي او د سیمي بزګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وه په اساسي ډول پاکېږي.
د هلمند دکرنې ریاست وایي: «په همدې موخه ٦٠ تنه کاریګر دشاجوی ویاله کې، ٧٥ تنه کاریګر د کاڼي مانده ویاله کې او ٣٥ تنه کاریګر د کچ سردار په ویاله کې عملاً کار کوي».  
د یادو کاریګرو د سروې او انتخاب چاري مخکې د هلمند د کرنې ریاست د استازي ترڅنګ د ولسوالی مقام او استخباراتو د استازو په شتون کې ترسره شوي دي، چې د کار ښه ترسره کېدو په موخه به یې په دوامداره ډول نظارت هم ترسره کیږي.
ددې فرعي کانالونو په پاکېدو سره به د بزګرو شنو فصلونو، بڼونو او همدارنګه د کورنیو د اړتیا وړ اوبه په ښه ډول ورسېږي، ددې تر څنک به د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي او د بزګرو حاصلات به ورسره ښه شي.
د نوموړې مؤسسې لخوا د سیمې ځایي کارګرانو ته د کار په مقابل کي نغدې پیسې ورکول کېږي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست په کروندو کې د اوبو ښه مدیریت په موخه د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کي بېلابېلې برنامې پلي کوي، ترڅو د بزګرو د حاصلاتو په لوړېدو کي د پام وړ پرمختیا رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، په ناوی ولسوالی کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته د دوو جریبو ځمکو لپاره د اصلاح شوو غنمو. . .

بازگشت