د هلمند مرکز لښکرګاه کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۹:۱۸
د هلمند مرکز لښکرګاه کې لسګونه بزګران وروزل شول

۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو د مخنیوي کمپاین په دوام د مرکز لښکرګاه بولان سیمې کروندګرو ته د جوارو د ناروغیو او افتونو د کنټرول په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې.
کروندګرو ته د فنګسي ناروغیو لکه د پاڼو داغونو او خاکسترک د پېژندنې او مخنیوي لارې، د اقتصادي زیان رسوونکو افتونو لکه د تنې چینجي او کنې د کنټرول څرنګوالی، د کتاري کرنې ګټې، کرنیز تناوب، د هرزه ګیاوو پر وخت مخنیوی او د وقایوي درملو د کارونې سپارښتنې وشوې.
همداراز ټینګار وشو چې بزګران دې د حیواني سرو، کمپوست او شنو سرو څخه زیاته ګټه واخلي، د بې ځایه کیمیاوي سرو او درملو له استعمال ډډه وکړي، او د منظمې او څاڅکې اوبولګولو سیستمونه وکاروي.
کروندګرو د ورکړل شوو لارښوونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپلو کروندو کې به یې عملي کړي، چې تمه ده د حاصل د زیاتوالي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت