د هلمند مارجه کې پر ١٠٠بزګرانو د جوارو کتاري کرکیلې ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۱:۲۱
د هلمند مارجه کې پر ١٠٠بزګرانو د جوارو کتاري کرکیلې ماشینونه ووېشل شول

٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت له لوري، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې په مالي همکارۍ ددې ولسوالی ١٠٠ تنو بزګرانو سره د کرنیزې ماشینرۍ مرسته ترسره شوه.
تر دې وړاندې دغو بزګرو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه هم وېشل شوې وه چې په تعقیب یادو ځمکوالو ته د جوارو د کتاري کرکیلي ماشینونه ورکړل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په یاده ولسوالی کې د عصري او میکانیزه کرنې دودول او د بزګرو ملاتړ دی ترڅو ددوی په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت