د هلمند مارجه کې سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۲:۲۶
د هلمند مارجه کې سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه

۱۱ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ژغورنې نړیوالې کمېټې «آی.آر.سي» په همکارۍ ددې ولایت د مارجې ولسوالی کې ٣٠٠ بېوزله، یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه. 
ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۱۴۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي، ترڅو د خپلو کورنیو اړتیاوې پرې پوره کړي.
د دغو مرستو موخه په دې ولسوالی کې د کونډو، بې سرپرستو او یتیمانو لاسنیوی دی ترڅو وکولای شي د خپلو کورنیو اړتیاوې ورباندې پوره کړي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۷:۲۲
Background image

ایران ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچينو د مرستيال سفر


١١ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
١١ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچينو مرستيال مولوي بازمحمد فيضان، د يو رسمي پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې د میکانیزه کولو په پار دکرنې وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست هلې ځلې

۱۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د کرنیزو ماشيني خدمتونو د پیاوړتیا، بیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د میدان وردګو نرخ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دنرخې په ولسوالی کې پر ۴۰ بزګرانو د. . .

بازگشت