د هلمند د ځمکو دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي ددې ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۵
د هلمند د ځمکو دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي ددې ولایت له والي سره وکتل

۱۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي نوبتي غونډه دهلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي په مشرۍ ترسره شوه.
په پیل کې تخنیکي پلاوي دهلمند ولایت د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، چې په دغه ناسته کې د هلمند ولایت استخباراتو رییس الحاج مولوي رحمت الله ناظم، د امنیې قومندانۍ مرستیال ملا اغاولي نوراني،  لښکرګاه ښاروال الحاج مولوي عبدالله روحاني، دکور او ښارجوړولو چارو رئیس مولوي نیک محمد معتصم، دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، هلمند مستوفي الحاج ملانعمت الله مغیره، دځمکو تخنیکي آمر الحاج ملا زین الله زاهد او د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي لومړی د خپل منځي ناستې پر مهال د غازي محمدایوب خان مینې په اړه د ارزونې ترتیب راپور ولوست، وروسته د ګډونوالو لخوا ورباندې لازم بحث وشو او د ځینو مواردو د اصلاح په موخه مسؤلو کارمندانو لازمې سپارښتنې وشوې.
وروسته د یادې غونډې ګډونوال په ځینو مواردو کې د ولایت مقام سره دهمغږۍ په موخه هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي سره ګډه غونډه وکړه. 
په دغه غونډه کې په هغو موضوعاتو او املاکي دوسیو خبرې او بحث وشو چې د تخنیکي پلاوي تر ارزونې لاندې دي.

د هلمند والي په بېلابېلو برخو کې تخنیکي پلاوي ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دیادولو وړ ده، چې هلمند کې تخنیکي پلاوي تر دې وړاندې هم د هلمند ولایت والي سره د بشپړې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ناستې کړي، دي چې تر ډېره یې په کارونو کې چټکتیا او موثریت رامنځته شوي .

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي محمد فاروق امرخېل او د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

بازگشت