د هلمند دوو ولسوالیو کې د طبیعي کبانو نیونې په تور ۱۳ تنه نیول شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
وروسته له هغې چې هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل ختمېدو د مخنیوي په پار په دې ولایت کې د طبیعي کبانو پر ښکار بندیز ولګېد، د دې ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښوونه په مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې له عامه سیندونو او کانالونو څارنه او ارزونه کېږي.
په همدې موخه تېره ورځ د کرنې ریاست د عامه خبرتیاوو با وجود د ګرشک او ګرمسېر په ولسوالیو کې په بېلابېلو وسیلو ځینو کسانو د عامو سیندونو او کانالونو کبان نیول چې د د یادو ولسوالیو د کرنې مسؤلینو له‌خوا په نښه او نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو د کبانو پخونکو ته بیا هم توصیه او سپارښتنه وشوه، چې د طبیعي کبانو له ښکار څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

بازگشت