د هرات والي: یو متر دولتي ځمکه د غاصبینو په لاس کې نه پرېږدو
۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د هرات د والي شیخ اسلام جار، د کرنې، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، استخباراتو، مستوفیت، حج او اوقافو رئیسانو او د امنيت امر په حضور کې غونډه جوړه شوه او د غاصبینو پر وړاندې د جدي مبارزې په اړه خبرې وشوې.
د هرات والي شیخ اسلام جار وايي چې د غاصبینو پر وړاندې د حکومت کار پرېکنده دی او موږ به یو متر دولتي ځمکه هم د غاصبینو په لاس کې پرې نه ږدو.
په دې کتنه کې د هرات والي ټینګار وکړ چې که غاصبین د ولسوالانو او نورو چارواکو له حکم سره مخالفت کوي، باید ولایت ته معرفي شي.
په همدې حال کې د هرات د کرنې رييس وايي چې د دولتي املاکو د استرداد او مخنيوي کميسيون له لارې؛ ۲۵۹ زره ۳۶۴ جریبه عامه ځمکه، ۱۲۴ زره ۵۲۵ جریبه امارتي ملکیتونه تثبیت شوي او دغه راز ۱۰۶ زره ۷۳۴ جریبه ځمکه د هيئت تر څېړنې لاندې ده.
په دې غونډه کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون غړو ټینګار وکړ، چې هیچا ته باید د څړځآیونو د کرلو اجازه ورنکړل شي.
باید وویل شي، چې هرات کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.