د نورستان دکرنې رییس د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې چارواکو سره وکتل
۷ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې چارواکو عدنان ساپی او مل پلاوي سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د نورستان دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر محمدحنیف افغان، د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمر ډاکټر بختیار، د طبیعي سرچینو آمر ضیالدین جهاني هم شتون درلود.
د نورستان دکرنې رییس سلیمان ایمن نورستان ولایت کی پر روانو پروژو، ستونزو، حل لارو ، کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، ځنګلونو او څړ ځایونو پراختیا او ساتنې او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې چارواکو دخپلو کړنو راپور د نورستان دکرنې رییس ته وړاندې او په بېلابېلو برخو کې د بزګرانو او مالدارانو دملاتړ ژمنه وکړه.
د نورستان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرستندویو ادارو په همکارۍ په دې ولایت کې دکرنې په برخه کې پراختیایي پروژې پلي کړي، چې ورسره د بزګران اقتصادې ودې ته زمینه برابره او د دوی ستونزې هوارې شي.