د ننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست د سلاکار حنیف الله احسان په مشرۍ پلاوی ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د وړتیا لوړولو په پار روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کارکوونکو ظرفیت لوړونه یوه اړتیا وبلله او له ټولو مدیرانو څخه یي وغوښتل، چې پدې روزنیز ورکشاپ کې په اخلاص او لیوالتیا برخه واخلي.
د کرنې وزارت دبشري سرچینو ریاست سلاکار حنیف الله احسان د ورکشاپ پر ارزښت، ګټو، تشکیل، دندو لایحې، کارکوونکو امتیازاتو او راتلونکي پلانونو تفصیلي خبرې وکړې.
دغه راز د عبدالوارث وثیقي له لورې د پریزنټیشن په بڼه د مدیریت مهارتونو، ظرفیت لوړونې، سلسله مراتبو مراعت کولو، ورځنی اداري چارو، لاویحو، قوانینو او طرزالعملونو او نورو اړونده برخو کې روزنه ورکول کېږي.