د ننګرهار کانال شرکت کې د مالټې ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند دویم فارم کې د مالټو نږدې ۱۰۰ جریبه نوي بڼ جوړېږي.
د چارواکو په خبره ددې بڼ په جوړولو کې د مالټو د مالټې اعلي ډول نیالګې اېښودل کېږي.
ددې بڼ جوړولو موخه د سټروسو بڼونو پراختیا او په ټوله کې د سټروسو له اړخه د هېواد ځان بسیاینې ته نږدې کول دي.
باید وویل شي، چې تردې مخکې هم ننګرهار کې د سټروسو سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي.