د ننګرهار کانال رياست روغتيايي کلينيک سره د طبي او غیر طبي توکو مرسته وشوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۳:۳۷
د ننګرهار کانال رياست روغتيايي کلينيک سره د طبي او غیر طبي توکو مرسته وشوه


۱۹ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال رياست اړوند د هډې فارم روغتیايي کلینیک سره  د (JHPIEGO)  مؤسسې له لورې د 34 قلمه اړينو توګو مرسته وشوه.
 په مرسته شويو توکو کې د 250 زره افغانیو په ارزښت طبي درمل او د 70 زره افغانيو په ارزښت کارېدونکي دفتري جنسونه لکه چوکۍ، ميزونه المارۍ، کثافتدانۍ، ترموزونه او نور شامل دي. 
دغه مرسته د یادې مؤسسې مرستیال ډاکتر نورحسن شېرزاد او د ننګرهارکانال ریاست رییس مولوي غلام الرحمن په حضور کې  ددغې روغتیايي کلینک مسوول ډاکتر سید انور سادات ته وسپارل شوه.
د ننګرهار وادي کرنیزریاست رییس مولوي غلام الرحمن د یادې مؤسسې له شوی مرستې مننه وکړه او ويې ویل : «موږ مو ډېر کم خدمت اوهمکارۍ ته هم د قدر په سترګه ګورو، ستاسو د مرستو له برکته زموږ د روغتیايي کلینک کارونه لا منظم او چټک شوي او دې روغتيايي کلينيک ته د  مراجعینو راتګ زیات شوی».
د ننګرهار وادي کرنیز ریاست رییس وویل:«د هډې فارم اړوند روغتیايي کلینک ډېر کار ته اړتیا لري او اړینه ده چې دغه کلینیک ټول ملحقات لکه د انتظارخونه، چمن، مجهز کتنځایونه، تشنابونه، درمل او نور اړينې برخې يې سمبال شي.»
د یادونې ده، چې د هډې فارم په دې روغتیايي کلینیک کې اوس مهال د نسايي ولادي، واکسین، داخله، لابراتوار، تبرکلوز، کرونا، مور او ماشوم، غاښونو، جراحي او نورو برخو کې د پنځه تنه ښځینه ډاکترانو او  6 تنو نارینه ډاکترانو په واسطه هېوادوالو ته چوپړتیاوې وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت