د ننګرهار رودات کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۳
د ننګرهار رودات کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او دافغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د روداتو ولسوالی کې د درې میلیونه او ۲۶۰ زره افغانیو په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې  چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
  د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په دې پروژه کې  د ۱۰۰۰ متره په اوږدوالی د زاخېل کانال، دوه سربندونه، یوعدد سوپرپسیج، ۲۲۲ متره استنادي دېوال شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس  وویل، چې د زاخېل کانال کې ۲۸۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او دغه راز د کانال په شاوخوا غونډیو کې ۳۴۵ عدده تراسونه د بارانې اوبو زېرمه کولو په موخه هم کېندل شوي.
   ددې کانال په جوړولو سره ۱۲۰۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې  ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده.
ښاغلی محمد د تمویلوونکي ادارې او همکارۍ مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ له دوی څخه وغوښتل، چې د ننګرهار ولایت په نورو سیمو کې دې هم ورته پروژې پلي کړي.
په ورته وخت کې هغه د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي. نوموړی د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د همکارو مؤسسو له لارې د اوبولګولو پروژو سربېره نورې پروژې هم پلي کړي.
باید وویل شي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او دافغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم د اوبولګولو پروژې پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

د کابل ولایت سروبي ولسوالی په مهمندي سیمه کې مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوي

۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د مهمندي په سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوی دی، چې د. . .

بازگشت