د ننګرهار دکرنې رییس د افغانستان د کلیو بیا رغونې ادارې چارواکو سره وکتل

۲ کب ۱۴۰۳ه.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدولي محسن د افغانستان دکلیو بیارغونې ادارې «آر،آر،اې،اې» لوی رییس ریاض الله ولي او ولایتي مسؤلینوسره یې په کتنه کې د دوی د روانو فعالیتونو او راتلوونکي پروژو د ډیزاین پر څرنګوالي او د ولسوالیو په کچه د بزګرانو اړتیا ته په کتلو د پروژو پر اهمیت خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د یادې ادارې رییس ریاض الله ولي د ننګرهار د کرنې رییس څخه د موسساتو سره دښې همغږۍ له امله مننه وکړه او په ننګرهار کې د نوو پروژو ډیزاین د معلوماتو ترلاسه کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د یادې ادارې مسؤلینو څخه د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې دموثره پروژو د ډیزاین او پلي کولو غوښتنې ترڅنګ دوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ هم ورکړ.