د میدان وردګو حصه اول کې ۳۱۳ کورنیو سره مرسته وشوه
۴ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې په مالي او سټارز مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د حصه اول ولسوالی کې پر ۳۱۳ کورنیو نغدې پیسې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۱۰۴۲۴ افغانۍ ورکړل شوي دي، چې دا ددغو مرستو پنځم او شپږم پړاو دی.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، د دوی کورنیو د خوړو خوندیتوب او په ټوله کې د بېوزلۍ کچې ټیټول دي.