د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت لپاره د بودیجې تخصیص

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
تخصیص بودیجه برای تثبیت زمین‌های آنتن‌های مخابراتی

د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت او پېژندلو په موخه، د ا.ا.ا عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اته میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، څو له مرکز څخه  یو پلاوی واستول شي او د یادو ځمکو د ملکیت وضعیت وڅېړي چې دولتي دي که شخصي.
په همدې تړاو، او د دې پروګرام د اغېزمن تنظیم او پلي کولو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ په دفتر کې غونډه دایره شوه. په دې غونډه کې چې د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په سرپرستی ، د مالي او اداري مرستیال سلاکار امین‌الله ژواکمل، د بودیجې آمر حامد شفیق، د مالي او اداري مرستیال سلاکار قاري صبغت الله احمدی، او د اجارې او پانګونې عمومي ریاست د اجارې برخې مسؤلینو ګډون کړی و، د ځانګړې شوې بودیجې د منظمې وېش او هدفمند مصرف په اړه مفصل بحث وشو، تر څو پلان شوي موخې په اغېزناک او شفاف ډول ترلاسه شي.
د مالیې وزارت د کال منځنۍ ارزونې پر بنسټ، د یاد پروګرام د پلي‌کېدو لپاره اته میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې ده. همدارنګه، که چېرې یادې ځمکې امارتي تثبیت شي، نو ټاکل شوې چې د کرنې وزارت او مخابراتي شرکتونو ترمنځ په یو جامع تړون کې شاملې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت