د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریاستونو سره غونډه دائره شوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۹:۴۸
د مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې ریاستونو سره غونډه دائره شوه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د یاد معینیت تر چتر لاندې ریاستونو د رییسانو او چارواکو سره اداري غونډه دائره شوه.
د پروژو د تطبیق په اړه راپور ورکول، د روان کال لپاره د تېل او روغنیاتو د مصرف د کچې راپور ورکول، د روان کال بودیجه، د تېر کال راټول شوي عواید او د کرنې وزارت د رسمي برېښنالیکونو فعالول د دې غونډې د بحث مهم ټکي وو.
دغه راز په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو لکه؛ د تېر کال د عادي او پراختیایي بودیجې بیاکتنه، د پرزو د بیو اټکل، د کرنې وزارت د زیانمنوسیمو ارزونه او د کرنې وزارت په انګړ کې د څاه د بودیجې چمتوکولو په اړه هم خبرې وشوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیالۍ د فعالیتونو د سم تطبیق او په اړه یې د راپور وړاندې کولو په موخه د دغه مرستیالۍ ترچتر لاندې ریاستونو له مسوولینو سره اونیزه غونډه کوي.

جلسه اداری معینیت مالی و اداری با ریاست‌های تحث اثر آن دایر گردید
جلسه اداری معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری این وزارت  با ریاست‌های تحت اثر آن دایر گردید.
گزارش‌دهی از تطبیق پروژه‌ها، گزارش میزان مصرف روغنیات و تیل برای سال جاری، بودیجه سال جاری، عواید جمع‌آوری شده سال گذشته و  فعال ساختن ایمیل‌های رسمی وزارت زراعت محور بحث این جلسه بود.
هم‌چنان روی موضوعات چون؛ بررسی بودجه عادی و انکشافی سال گذشته، تخمین قیمت پرزه‌جات، بررسی نقاط آسیب پذیری وزارت زراعت و تهیه بودجه چاه صحن وزارت زراعت نیز بحث صورت گرفت.
معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور تطبیق فعالیت‌ها به شیوه درست و گزارش‌دهی از آن، جلسه هفته‌وار را با مسوولان تحث اثر این معینیت دایر می‌نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت