د لوګر په ازرې ولسوالی کې د ۴۷ کیلو متره سړک هموارولو او جغل اچولو چارې پیل شوې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۶ - ۱۳:۲۹
د لوګر په ازرې ولسوالی کې د ۴۷ کیلو متره سړک هموارولو او جغل اچولو چارې پیل شوې


۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱۸ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت اړوند د ازرې ولسوالی کې د ۴۷ کیلو متره سړک د هوارولو او جغل اچولو چارې پیل شوي دي. یاد سړک د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پروژې له لارې بیارغول کېږي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ازرې ولسوالی ولسوال مولوی ولي الله طارق، د کرنې ریاست استازی محمد اصغر کوچی، امنیه قومندان مولوی فیصل ذاهد، د استخباراتو مدیر شهامت، د مرکز څخه پنځهګوني ټاکل شوی کمېټې غړو او د شرکت ریس مولوي محمد یعقوب پادخوابی شتون درلود.
یاد سړک له لټکوري څخه پیل تر کوزې چوترې پورې غځېدلی دی، چې کاري چارې یې خصوصي شرکت ته وسپارل شول.
نوموړی سړک به د درې میاشتو په موده کې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت